1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه د بشارالاسد او ياغيانو میڼځگړيتوب کول غواړي

عبدالباري حکيم (آژانسونه)۱۳۹۳ دی ۷, یکشنبه

د روسیې حکومت غواړي چې د دمشق حکومت او د هغه اپوزسیون بیرته د خبرو اترو میز ته ستانه شي. په داسې حال کې چې لویدیځ پلوي اپوزسیون دې اقدام ته د شک په سترگه گوري، د اسد رژیم لیوالتیا ښودلي ده.

https://p.dw.com/p/1EAp4
انځور: YURI KADOBNOV/AFP/Getty Images

د سوریې حکومت له اپوزسیون سره یو ځل بیا د خبرو اترو لپاره چمتوالی ښودلی دی. د نوموړي هيواد د بهرنیو چارو د وزارت یو استازي د خپل هیواد دولتي خبري آژانس، سنا ته وویل چې دمشق چمتو دی له اپوزسیون سره د نوو خبرو اترو لپاره په ماسکو کې په یوې «پلان شوې او مشورتي لیدنې کتنې» کې گډون وکړي.

د روسیی د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د ۲۰۱۴م د دسمبر ۲۵مه) وویل چې په پام کې ده چې د جنوري په ۲۰ مه د سوریې د اپوزسیون یو پلاوی ماسکو ته سفر وکړي. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه که چیری په ماسکو کې خبري اترې د «بریالیتوب» په لور وخوځیږي، نو د حکومت استازو ته به هم بیا بلنه ورکړای شي.

خو د لویدیځ تر ملاتړ لاندې د سورېې اپوزیسیون د ماسکو د پلان شوو خبرو اترو د بریالیتوب په هکله شک لري. د هغوی رئیس، هادي البحره په قاهره کې وویل چې روسیې تر اوسه پورې کومه مشخصه ستراتیژي وړاندې کړې نه ده.

د سورېې په کورنۍ جگړه کې «نوی لوبغاړی»

د ولسمشر اسد د حکومت او د اپوزسیون ترمنځ وروستۍ خبرې اترې د ۲۰۱۴ کال په پیل کې وشوې چې کومه نتیجه ېې ور نه کړه. د روسیی حکومت له اسد څخه ملاتړ کوي او له اوږدې مودې را په دې خوا د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کوي. د دسمبر په نیمايي کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال، میخایل بوگدانوف له اسد سره ولیدل.

خو په دې موده د سورېې په کورنې جگړه کې یو «نوی لوبغاړی» پیدا شوی: د «اسلامي دولت» نومې ترهگرو ملیشو د سورېې او د عراق د خاورو یو پراخه برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. دغه ډله نه یواځې د دمشق د رژیم نسکوریدل غواړي، بلکه د ټولو هغو نورو ډلو پرضد هم جنگیږي چې د هغې د «اسلامي واکمنۍ» مخالفت کوي.

دغه وضعیت د سورېې په کورنۍ جگړه کې اړیکو ته ژور بدلون ورکړی: لویدیځ چې معمولا د اسد د رژیم پر ضد دی، په دی منځ کې د هغه د «اسلامي مخالفینو» په مقابل کې جنگیږي. د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ یو نړیوال ائتلاف د «اسلامي دولت» د ملیشو پر مرچلو باندي وخت په وخت هوايي بمبارۍ کوي او د کوردي پیشمرگو او عراقي سرتیرو څخه د پوځي تجهیزاتو او روزنې ورکولو له لاري ملاتړ کوي.