1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه د ناټو له خوا د لمسون احساس کوي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۲۴, دوشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو په مشرتوب د ناټو ډير غړي هيوادونه نن د دوشنبې په ورځ، په اوکراين کي جنجالي پوځي مانورونه پيلوي. د اوکراين په ختيځ کي کړکېچ ته په کتو سره روسيې د غرب دغه تمرينونه لمسونکي گڼلي دي.

https://p.dw.com/p/1DCGw
انځور: Dmitry Kostyukov/AFP/Getty Images

دغه د «Rapid Trident» په نوم پوځي مانورونه به د سپتمبر مياشتي تر ۲۶ نېټې پوري د اوکراين لويوو ښار ته نژدې د ياورو، په سيمه کي ترسره سي.

په اروپا کي د امریکا متحدو ايالاتو مېشت ځواک ويلي دي چي په دغو مانورونو کي به پر نورو سربيره د چاوديدونکو موادو د شنډولو او پلي ځواک تطبيقات ترسره سي. په دغو مانورونو کي به يو شمېر آلماني عسکر هم گډون ولري.

دغه سيمه چي پوځي مانورونه پکښې ترسره کيږي د اوکراين له ختيځ څخه چي د بېلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جنگ روان دئ، نزدې ۱۲۰۰ کيلومتره ليري ده.

روسيې په اوکراين کي د ناټو غړو هيوادونو پوځي حضور لمسونکی بللی او ويلي ئې دي چي دا په اوکراين کي اوربند ته جدي گواښ دئ. دغه اوربند تر اوسه څو واري مات سوی دئ.

د کيف د معلوماتو له مخي د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل په دې اړه اندېښنه ښوولې ده.

«پوتين ته خنډ جوړ سي»

د اوکراين د دفاع وزير د معلوماتو له مخي له بېلتون غوښتونکو سره په جنگ کي د ناټو ډېر غړي هيوادونو وسلې ورکوي. د دفاع وزير والري گيليتی، ويلي دي چي وسلې د دې له پاره اړيني دي چي د «پوتين ته خنډ جوړ سي.» دا چي کومو هيوادونو وسلې ورکړي يا ورکوي هغه ئې په اړه څه ويلي نه دي.

د رسنيو د راپورونو له مخي اوکراين دغه ملاتړ د ناټو په هغه غونډه کي ترلاسه کړ چي د رواني مياشتي په لومړيو کي د بريتانيا په ويلز کي جوړه سوې وه.

د اوکراين د جمهوري رياست سلاکار يوري لوتچينکو، هغه هيوادونه چي له اوکراين سره د وسلو مرسته کوي، پولند، فرانسه، ناروې، ايټاليا او امريکا متحد ايالات ښوولې دي. خو دغو هيوادونو دغه خبره رد کړې ده.