1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه د کيمياوي وسلو په کارولو کي مرسته ردوي

۱۳۹۰ بهمن ۲۷, پنجشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزرات هغه ادعاوي رد کړي دي چي گويا روسي کارپوهان د سوريې له پوځ سره په کورني اړو دوړ کي د کيمياوي وسلو په کارولو کي مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/143xo
انځور: picture-alliance/ZB

د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان تر کنترول لاندي العربيه تلويزيوني چينل داسي يو خبر خپور کړ چي گويا د سوريې امنيتي ځواکونو په حمص ښار کي د مخالفينو په وړاندي کمياوي وسلې کارولي دي. دغه ښار د سوريې د حکومت او مخالفينو تر منځ د جگړې په ډگر بدل سوی دئ.

په دغه خبر کي د سوريې له پوځ څخه د يوه ياغي سوي قوماندان اوادا رزاق له خولي ويل سوي دي چي د سوريې د امنیتي ځواکونو له خوا زهري مواد استعمال سوي دي.

د پوځ دغه پخوانی قوماندان وايي چي په حمص ښار کي د سوريې پوځ زهرجن گاز استعمال کړی دئ، چي په دې کي روسي او ايراني کارپوهانو مرسته ور سره کړې ده.

رزاق زياته کړې ده چي پوځيان به په نورو ښارونو کي هم له دغه ډول وسلو څخه کار اخيستلو ته ادامه ورکړي.

خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خبره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي روسيې هيڅ وخت داسي کار نه دئ کړی او نه ئې هم کوي.

«موږ د سړې جگړې راهيسي په دې تلاښ کي يو چي د کيمياوي وسلو زيرمي کمي کړو او غواړو چي سوريه هم دغه لار ونيسي.»

د اسنادو له مخي په پلان کي وه چي په ټوله نړۍ کي کيمياوي وسلې تر ۲۰۱۲ کاله پوري له منځه ولاړي سي، خو په حقيقت کي د روسيې او امريکا له خوا د ټولو زېرمو د له منځه وړلو څخه ډډه کول ددې سبب وگرځېدل چي دغه پروسه د ۲۰۱۵ کال تر پايه پوري وځنډيږي.

په عيني حال کي واشنگټن اعلان کړی دئ چي په سوريه کي ډير دقيق دې ته متوجه دئ چي نه يوازي دا چي د سوريې حکومت ددغه وسلو څخه کار وا نه خلي، بلکي دغه زهرلونکي وسلې د ياغيانو لاس ته ور نه سي.

روسيه او ايران اوس هم د سوريې امنيتي ځواک ته وسلې ورکوي او د روسيې د دفاع وزارت مرستيال اناتولي انتونف د رواني مياشتي په لومړيو کي ويلي ول چي د لويديځ له نارضايتي سره سره به مسکو سوريې ته د وسلو په لږلو کي کوم ځنډ را نه ولي.

په سوريه کي د بشارالاسد د حکومت پر ضد د ۱۱ مياشتو راهيسي احتجاجونه روان دي. د حکومت د مخالفي ډلي د چارواکو په خبره تر اوسه پوري شاوخوا ۷۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.

آژانسونه/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: مسعود جهش