1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: روان کال به په افغانستان کي د نشه يي موادو بيي درې برابره لوړي سي

۱۳۹۰ فروردین ۱۱, پنجشنبه

روسيه د امريکا متحد ايالات په افغانستان کي نشه يي موادو په وړاندی مبارزې ته رابولي او وايي چي متحد ايالات بايد مرسته کونکي هيوادونو ته قناعت ورکړي چي د افغانستان د افتصاد د پياوړتيا دپاره مرستي وکړي.

https://p.dw.com/p/RE9T
«د نرخ په لوړيدو سره به يې کښت هم زور واخلي»
«د نرخ په لوړيدو سره به يې کښت هم زور واخلي»انځور: picture-alliance/ dpa

په مسکو کي د دواړو هيوادونو د نشه يي موادو په وړاندي د ادارو مشرانو او د افغانستان د پاره د بارک اوباما ځانگړی استازي مارک گروسمن د مخدره موادو په وړاندي مبارزې پر سر خبري اتري درلودې.

تر غونډي وروسته امريکايي استازو ويلي چي هيواد به يې د افغانستان سره د مرسته کونکو هيوادونو د مرستو د انسجام په برخه کي مرسته وکړي تر څو د افغانستان اقتصاد پياوړی سي.

روسيې ويلي چي تمه کيږي، په روان کال کي به د افغانستان په بازار کي د ترياکو بيي درې برابري لوړي سي، چي په دې سره به يې په کښت کي هم زياتوالی راسي.

تر غونډي وروسته دواړو هيوادونو په يوه گډه اعلاميه کي ويلي دي چي د نشه يي موادو په وړاندي مبارزه کي به همکاريو ته پراختيا ورکوي.

د مارچ د مياشتي پر ۱۸ نېټه د روسيې د نشه يي موادو د دوران د کنترول د ادارې مشر ويکتور ايوانوف داسي وړانديز کړی و چي د ملگرو ملتونو په چوکاټ کي دې هغي ادارې ته پراختيا ورکړل سي چي د نشه يي موادو په وړاندي مبارزه کي د مرستي پيسې کنترولوي.

هغه وويل چي:« نړيوالي ټولني په دې وروستيو کلونو کي ددغه موادو سره د مبارزې دپاره 1,6 مليارده ډالره مصرف کړي. خو لکه څنگه چي ليدل کيږي کومي خاصي لاسته راوړني يې نه درلودې.»

ايوانوف زياته کړه چي، دغه پيسې بې ځايه ولاړې او د هغو د کنترول دپاره ملگرو ملتونو هلته هيڅ امکانات نه درلودل.

د روسيې د نشه يي موادو د دوران د کنترول د ادارې مشر وايي چي د ملگر ملتونو په چوکاټ د نشه يي موادو په وړاندي د مبارزې هغه پلان چي په ۲۰۰۷ ميلادي کال د رادوگا يا ( سره او زرغونه) په نوم جوړ سوی ډيري لږ لاسته راوړني لري.

ايوانوف وايي چي اوس هغه وخت رارسيدلی چي ټوله په ميړانه سره و دريږو او په افغانستان کي ددغه زهرجنو او وژونکو موادو په وړاندي کلک اقدام وکړو.

هغه وايي «دوه کاله د مخه افغانستان، چي د تيرو لسو کلونو راپدېخوا د هيروينو په توليد کي اول مقام لري، په نړيوالي فابريکې بدل سوی، او دغه راز په دوهم قدم کي د چرسو توليد بېله وقفې روان دی.»

د روسيې د نشه يي موادو د دوران د کنترول د ادارې د معلوماتو له مخه په هغه هيواد کي شاوخوا ۵ مليونه انسانان په نشو روږد دي او ډيری يې په هغه هيروينو اخته دي چي د افغانستان څخه ور قاچاقيږي.

د ادارې د معلوماتو له مخه په روسيه کي هر کال ۱۰۰زره انسانان د نشه يي موادو د استعمال له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي.

روسيې په دې وروستيو کي هر وخت پر ناټو باندي نيوکي کړي چي په افغانستان کي د نشه يي موادو په وړاندي مبارزه نه کوي. خو هغوی وايي چي هر څوک خپله دنده لری.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: گل غوټۍ پوپل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل