1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه غواړي د تبيعي ګازو څخه د ستراتيژ اومو موادو په توګه کار واخلي

۱۳۸۷ دی ۴, چهارشنبه

په مسکو کي د 14 ګاز ليږدونکو هيوادونو استازو پر دې باندي خبري کړي چي دوی به هم د تيل ليږدونکي هيوادونو يا opec سازمان په شان سره ګډ کار وکړي

https://p.dw.com/p/GMV4
په مينځ کي د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين د ګاز ليږدونکو هيوادونو د استازو سره د مسکو په غونډه کي
په مينځ کي د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين د ګاز ليږدونکو هيوادونو د استازو سره د مسکو په غونډه کيانځور: AP

په همهغه پيل کي د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين، هڅه کوله په دې اړه ويره خپره کړي چي دنړۍ د ګازو ستر ليږدونکي به د اوپک په شان يوه ټولنه جوړه کړي. دبيو پر سر خبري کول او په ګډه توګه د تقاضا يا غوښتني د سهم يا برخي ټاکل په ټوله نړۍ کي د ګازو د پيرودونکو لپاره ډارونکې سناريو ده.

خو پوتين طبعاً پوهيږي، چي په دقيقه توګه همدا خوشي امکان نه لري. د ليږدولواوږد مهاله تړونونه او دغه شان د تيلو په بيو پوري د ګازو د بيو تړاو هم ددې په وړاندي دريږي. ده ټينګار وکړ چي د ګازو رايستونکي، د ګازو پيرودونکي او ترانزيت هيوادونه يا هغه هيوادونه چي له لاري يې بل هيواد ته ګاز ليږدول کيږي، د اقتصادي بازار د بنسټ لپاره روښانه او اږودمهاله اړيکو ته اړتيا لري. د نوي انرژۍ د زيرمو د لاسته راوړلو او راايستلو لپاره د مصرف د زيات لوړوالي له امله به د ګازو بيي هم په اوږدمهاله توګه لوړي سي.

پوتين وويل:« دا په دې مانا ده چي د مالي کړکېچ، اقتصادي رکود او د تيلو او ګازو د اوسنيو ارزانه بيو سره سره به د ارزانه ګازو وختونه ډير ژر تير سي.»

د ګازو د 14 اهمو ليږدوونکو هيوادونو ګډ کار به اوس پر يو نوي بنسټ جوړيږي. د مسکو په يوه هوټل کي د سې شنبې په ورځ ددغو هيوادونو د انرژۍ وزيران سره راټول سول څو د ګازو ټولنه جوړه کړي. موخه د ګډ کار ګټور کول دي. د اکتوبر په مياشت کي روسيې، ايران او قطر په دې اړه لومړی ګام پورته کړ. دغه درې هيوادونه په ګډه د نړۍ له نيمايي څخه ډير ګاز لري.

له 2001 زيږديز کال څخه تر اوسه يوازي په فورموليتيک ډول دګازو د راايستونکو هيوادونو يو ټولنه موجوده وه. د نوي ټولني په جوړيدو سره بايد د غړو هيوادونو د ګازو سياست په نورهم ښه توګه پريکړي وکړي.

پوتين د پر بيو باندي د تيلو د اوسنۍ ټيټېدونکي بيي د پايلو اغېزي ته اشاره وکړه:« طبيعي خبره ده چي دې دګازو پر بازار باندي اغېزه کړېده، په پای کي بيي د تيلو په بيو پوري تړلي دي. که سړی د ګازو دبيو په پرمختګ د وخت شاته کيدلو ته پام وکړي، کولای شي ووايي، چي اقتصادي کړکېچ دلته لا څرګند دی حتی ښايي د تيلو څخه ډير. ښايي څه موده دوام وکړي څو له کړکېچ وروسته هر څه سم شي.»

د روسيې غوښتنه تر هرڅه لومړی داده چي د اومو ګازو په ويشلو کي پياوړی اغيز ولري. په تيره د منځنۍ آسيا د هيوادونو د زيرمو په خاطر روسيه غواړي چي د ليږدولو لاري تر ممکنه حده له روسيې څخه تيري شي. په دې توګه کيدای سي د غازو د ليږدولو په برخه کي د يوه حتمي ملګري او همکار په توګه پاته سي.

پوتين ټينګار وکړ، چي په اوس وخت کي له اوکراين سره د ترانزيت هيواد په توګه لويديزي اروپا ته د ګازو د ليږدولو لانجه يو اهم رول لوبوي:« ځکه دوی د زيربنا له ستونزو پرته د وران ټول مسؤليت په غاړه اخلي،چي هيڅ ډول خطربايد موجود نه وي.»

روسيې په دې وروستيو کي ګواښ وکړ چي که د راتلونکي کال تر لومړيو د مسکو او کيف تر منځ نوی تړون لاسليک نه سي، نو کيدای سي چي اوکراين په غير قانوني توګه له پايپ لاينونو څخه ګاز لويديزي اروپا ته واستوي.

په دې توګه د آلمان د نرژۍ اقتصاد فکر کوی چي د جرمني پیرودونکو ته به د ګازو د ليږدوونکو د ګډ کار سره سره به د ګازو بيي پر ځای او ټينګي پاته سي. په برلين کي ددغي ټولني وياند وويل، چي په دې لړ کي اوږد مهاله تړونونه، ځيني يې تر 2035 کاله پوري له ټاکل شويو بيو سره تړل شويدي.