1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه غواړي چي بيا د کيوبا له ټاپو سره خپلي اړيکي تنګي کړي

۱۳۸۷ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

کيوبا هغه هيواد دئ، چي کمونستي رژيم لري او د امريکا د متحده ايالاتو تر سترگو لاندي پروت دی. او په ډير کوچني وجود سره د امريکا ضد پاليسي چلوي

https://p.dw.com/p/Eqtp
د روسيې پخوانی جمهوررييس او اوسنی لومړی وزير ولاديمير پوتين
د روسيې پخوانی جمهوررييس او اوسنی لومړی وزير ولاديمير پوتينانځور: AP

آلمانۍ آژانس dpa ليکي،د روسيې د سياستمدارانو او نظامي کارپوهانو وروسته، اوس د هغه هيواد لومړی وزير ولاديميرپوتين هم په کيوبا کي دپياوړي موجوديت خبره کړې ده. د انټرفکس آژانس له قوله، پوتين د دوشنبې په ورځ په ډاگه کړه چي، روسيه بايد هم د امريکي ساحل ته نږدې د کاريبيک په ټاپو،او نورو هيوادونو کي خپل موقف بيرته پياوړی کړي.

په مسکو کي د جيوپولتيک د اکاډمۍ مشر، ليونارد ايواشوف، خو لا کيوبا ته د روسي عسکرو د ليږلو غوښتنه کړې ده.

د روسيې د اوږده واټن بم وړنکي الوتکي
د روسيې د اوږده واټن بم وړنکي الوتکيانځور: picture-alliance /dpa

ايواشوف، دا نيوکه هم کړې ده، چي: لويديځوالو د روسيې چارچاپير يوه بيلوونکې سيمه جوړه کړې او د دې سياسي او نظامي فشار يوازنی سم جواب به دا يي چي په کيوبا کي روسي ځواکونه ځای پر ځای سي.

روسيي ته تر دوشنبې پوري د هوانا لخوا کوم رسمي غبرگون نه وو ورکړل سوی. مگر د نووايه ازويستيا ورځپاڼي د دوشنبې د ورځي په گڼه کي ليکلي دي چي، کيوبا په اوس وخت کي، په هغه ټاپو کي د روسي پوځ دموجوديت سره چندان علاقه نه لري.

ورځپاڼه د کيوبايي سياستمدارانو له قوله ليکي، د کيوبا مشرتابه روسيې ته په ښه سترگه نه گوري او دا ځکه چي په 2001 ميلادي کال کي يې پر خپل سر په يو اړخيز ډول په کيوبا کي خپلي د رادارو پوستې وتړلې.

د اونۍ په پای کي د روسيې په پارلمان (دوما) کي د بهرنيو چارو د کمېسيون مشر اندري کليموف، په کيوبا کي د روسي پوځ پياوړتيا له امکان څخه ليرې ونه بلله. د روسيې ددفاع وزارت د جولای په مياشت کي د رسنيو دا رپوټونه بېځايه وبلل، چي روسيه په نظر کي لري د اوږده واټن بمباري کوونکي الوتکي کيوبا ته واستوي.

په 1962 ميلادي کال کي په کيوبا کي د روسي توغنديو هډه چي د امريکايانو لخوا څخه يې عکاسي سوې وه
په 1962 ميلادي کال کي په کيوبا کي د روسي توغنديو هډه چي د امريکايانو لخوا څخه يې عکاسي سوې وهانځور: AP

د کارپوهانو د اټکل له مخه به دا ډول معامله يوه نړيواله کشاله رامنځ ته کړي. د امريکا متحده ايالاتو روسيې ته گواښ وکړی، چي دا خيالونه دي د سر څخه وباسي.

په 1962ميلادي کال کي هم د روسيې لخوا په کيوبا کي جوړيدونکې د توغونديو يوې هډې نږدي وه چې نړيواله جگړه جوړه کړي، خو ژر تر ژره يې کار پر بندکړۍ. د امريکا او روسيې تر منځ د هغه وخت زورآزموينه په تاريخ کي د کيوبا د کړکېچ په نامه ياده سوه.

د جرمن آژانس dpa د يوه بل خبر د مخه، روسيه او ليبيا هم د اټومي انرژۍ او نظامي تخنيک په برخه کي د نږدې گډکار روغه جوړه سره کړې ده. د انټرفکس آژانس د رپوټ سره سم، پوتين او د ليبيا لومړی وزير محمودي، په مسکو کي د خپلي ليدني کتني په ترځ کي سره پتېيلې ده، چي په ليبيا کي به د اټومي برېښنا فابريکه جوړوي. دا خبره ولاديمير پوتين، کړې ده. پوتين، زياته کړې ده چي، محمودي د ليبيايي پوځ د پياوړتيا په خاطر له روسيې څخه د وسلو رانيولو سره خپله مينه هم څرگنده کړې ده.