1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه غواړي چي د ISS تړون تمديد نه کړي

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

ايا نړۍ وال فضایی تمځای يا ISS به د اوکرايين د کړکېچ قرباني سي؟ روسيې د امريکا د متحده ايالتونو هغه وړانديز رد کړی دی، چي روسيه دي د ۲۰۲۰ م کال وروسته هم دغه تمځای وکاروي.

https://p.dw.com/p/1BzZ8
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې د لومړي وزير مرستیال دميتري روګوسين، ويلي دي چي ماسکو صرف تر ۲۰۲۰م کال پوري د آی اېس اېس څخه کار اخيستل غواړي. نوموړي انترفاکس خبري آژانس ته په ماسکو کي وويل: « د ۲۰۲۰م کال وروسته موږ غواړو چي خپل مالي منابع د داسو فضایی پروژو لپاره مصرف کړو، چي سباؤن ولري.» پدې توګه سره روسي چارواکو د امريکا د متحده ايالتونو د فضایی چارو د ادارې ناسا هغه وړانديز رد کړی دی، چي روسيه دي د ۲۰۲۰ کال وروسته هم د نورو څلورو کالو لپاره ISS وکاروي. خو روسيه وايي چي د تړون سره سم به تر ۲۰۲۰م پوري ISS وکاروي خو د هغه وروسته به تړون تمديد نه کړي.

ياد فضایی تمځای د متحده ايالتونو او روسيې تر څنګ د آلمان، لسو نورو اروپايي هيوادونو، کاناډا، جاپان او برازيل مشترکه پروژه ده. د ناسا اداره وايي چي ياد فضایی تمځای په تخنيکي توګه حتی تر ۲۰۲۸م کال پوري خپل کار ته ادامه ورکولای سي او د کارونې وړ دی.

د روسيې ترانسپورتي انحصار

د امريکا متحده ايالتونه د ۲۰۱۲م کال راهيسي ISS ته د خپلو فضایی بیړې چلونکو یا فضانوردانو د لیږدولو لپاره د روسيې لیږدونکو راکټونو ته اړتیا لري. متحده ايالتونو په ياد کال باندي خپل اړونده راکټي پروژه درولې وه او د هغه راهيسي يې تکيه پر روسيه ده. دا پداسي حال کي چي د «اوريون» په نوم نوی امريکايي فضایی کپسول لا په بشپړه توګه و کارونې ته نه دی چمتو او ښايي دا لا وخت ونيسي. د روسيې د لومړي وزیر مرستیال زياته کړې ده چي روسيه بېله د ناسا څخه خپل فضایی پروګرام پر مخ بېولای سي خو متحده ايالتونه بېله د روسيې څخه خپل فضایی پروګرام پر مخ نه سي بېولای.

د امريکا متحده ايالتونو او روسيې تر اوسه پوري د دې څخه ډه ډه کړې وه چي سياسي اختلافات يې پر مشترک فضايی پروګرام باندي اغېز ولري. له همدې کبله د ISS پروژه د روسيې او امريکا تر منځ د همکارۍ يوه مثبته بېلګه ګڼل کيږي. خو اوس کتونکي داسي اټکل کوي چي د ISS په تړاو د روسيې وروستۍ پرېکړه ښايي د اوکرايين د لانجې له امله پر روسيې د لګول سوو بنديزونو په وړاندې يو غبرګون وي.

« GPS دستګاوي به غېرفعاله کړو»

د روسيې د لومړي وزیر مرستیال د روسيې له لوري يو بل اقدام هم اعلان کړی دی. د نوموړي په وينا روسيه به د دې وروسته يوازي هغه وخت امريکا ته د راکټونو دستګاوي ورکوي، چي امريکا د دې تضمين وکړي چي دغه توغندي به د پوځي سپوږمکيو لپاره نه کاروي. روسيې په عيني حال کي د امريکايي «ناویگیشن سیستم د سیتلایت» GPS لپاره د هغو اړينو سامان آلاتو ورکول ځنډولي دي چي د جون د مياشتي لپاره پلان سوي ول.

روګوسين پدې تړاو ويلي دي چي که امريکا د روسي رهنمايي سيسټم «ګلوناس» لپاره د اړينو پرزو پر لېږد خبري اتري ونه کړي، نو روسيه پدغه هيواد کي د GPS ټولي دستګاوي غېرفعاله کړي. دا پداسي حال کي ده چي د امريکا متحده ايالتونو و روسيې ته د پرمختللی تکنالوژۍ سره تړلو سامان آلاتو پر لېږد بنديز لګولی دی.