1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه غواړي چې امريکا ته نظامي ترانزيت لاره ورکړی

۱۳۸۸ تیر ۹, سه‌شنبه

څنګه چي دآژانس فرانس پرس په يوه رپوټ کی ویل کیږی، روسيه غواړی چي ډیر ژر امريکایانو ته په پراخه پیمانه دا امکانات برابر کړی چی د روسي له لاري افغانستان ته خپل پوځي اکمالات انتقال کړی.

https://p.dw.com/p/Idvo
د دغه تړون لیک لاسليک کیدل به د روسيې او د امریکی ترمنځ د اړیکو د شه کیدلو یوه نښه هم وی.
د دغه تړون لیک لاسليک کیدل به د روسيې او د امریکی ترمنځ د اړیکو د شه کیدلو یوه نښه هم وی.انځور: DW

د Kommersant په نامه روسی ورځپاڼۍ پخپله پرونۍ ګڼه کی لیکلی دی چی په راتلونکی اونی کی کله چی په مسکو کی دامریکی دمتحده ایالتونو او روسي ولسمشران بارک اوباما او ودیمتری ميدویدوف سره ګوری، ښايي په دی هکله يو هوکړه لیک هم ددغه سر مشريزی غونډي به بهير کی لاس ليک کړای شی.

د دغه هوکړه لیک له مخي به د روسي له لاري امریکايي پوځی اکمالات هم د هواي ترانسپورت له لاري او هم د ځمکنيو لارو څخه افغانستان ته انتقال کړای شی. تر اوسه روسانو د ځمکنيو لارو څخه امریکایانو ته یواځي د غير پوځی اکمالاتو د رسولو اجازه ورکاو.

څنګه چي د لويدیځو ډیپلو ماتانو د خولي څخه نوموړی ورځپاڼه ليکي، د دغه نوی هوکړه لیک له مخی به هره ورځ په لسهاو الوتکی چي پوځي اکمالات به پکي بار وي، د روسي له لاري د افغانستان په لور اولوزي. او سر بيره په دی به د اورګاډو او نورو نقليه وسايلو په وسیله به هم امریکايي پوځي اکمالات افغانستان ته انتقالیږی.

او هسی چی ويل کیږی، په راتلونکی کی به نه یواځی امریکایانو ته د دي اجازه ورکول کیږی، بلکی د روسي د دولتي اورګاډی شرکت له خوا به دغه ترانسپورتی چاری سرته رسیږی. روسیه ځکه دا کار کوی چی د دغه ترانزیتی لاری څخه ډيری پيسی لاس ته راځی. د کانتینر په سر به له 3000 یورو څخه زیاتي پيسي اخيستل کیږی، او په هره میاشت کی به په سلهاو کانتینره مال د روسی له لاري افغانستان ته انتقالیږی.

له بله پلوه به دغه ترانسپورتی تړون لیک د امریکایانو لپاره هم ډیره په ګټه وی. اوباما به وشی کړاي په افغانستان کی د تند لارو په ضد مبارزه پرمخ بوزی او نور به له دی امله کومه انديښنه ونلری چي که د خيبر ترانزیتي لاره د تند لارو له خوا بند کړای شی. نو د دوي پوځی ځواکونه به په افغانستان کی د اکمالاتو د نه رسیدلو له امله له ستونزو سره مخامخ وی. له بله پلوه د دغه تړون لیک لاسليک کیدل به د روسيې او د امریکی ترمنځ د اړیکو د شه کیدلو یوه نښه هم وی.

ضيا فضلی
کتونکی: يحيی وزدک