1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: پر مامورينو باندې نيوکه جرم دی؟

۱۳۸۵ بهمن ۱۸, چهارشنبه

د ولاديمير » پوتين « په روسيې کې پردولتي مأمورينوباندې نيوکې د افراطي عمل په توگه د مجازات کېدو سبب گرځي. دغه واقعيت اوس يوه ژورنالېست ته ورمعلوميږي، کوم چې په انټرنټ کې د روسيې د يوه والي د کارپرډول باندې نيوکه کړېده.

https://p.dw.com/p/DMqz
انځور: AP

د دغې نيوکې له کبله پردغه ژورنالېست باندې دعوی شوېده. د روسيې د حکومتي ورځپاڼې ‘ روسيېسکايا گاسېتا ‘ د راپورله مخې، د ولاديمير د ولايت والي چې نيوکه پرې شوېده، د روسيې کورنۍ جاسوسي ټولنې ‘ اېف اس بې ‘ ته دنده ورکړې چې، د نيوکې کونکي ژورنالېست هوېت معلوم کړي اومحکمې ته يې راولي.

سپکاوی که هسې پلمه؟


په روسيې کې د يوه قانون پربنسټ، کوم چې تېرميلادي کال نافذ شو، پردولتي مأمورينوباندې ښکاره او علني نيوکه، په ځينوحالاتوکې، د افراطي عمل په توگه د مجازات کېدوسبب کېدای شي. په يوې ټاکلې پېښې کې يوه روسي ژورنالېست ديميتري » تاشليکوف «، د کوفروف د روسي وړوکي ښارپه انټرنټي څانگه کې، د نيکلای » وينوگرادوف « نومي والي د کارپرډول باندې نيوکه کړېده. د دولتي څېړونکوپه عقيده په دغې نيوکې کې بې ادبه او زيږ اصطلاحات کارشويدي. مگر يوفني نظرورکونکی ډاډه نه وو چې آيا استعمال شوي اصطلاحات واقعاً هم د نوموړي والي د سپکاوي سبب کېږي، کنه.

د بشر د حقوقو روسي کتونکي دغه پېښه د دې لپاره يوبل ثبوت گڼي چې، د ولاديمير په ولايت کې د عقيدې آزادي ورځ په ورځ ترلالوی فشارلاندې راوستل کېږي..