1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: په افغانستان کي بايد د بهرنيو ځواکونو شتون مؤقتي وي

۱۳۹۰ آذر ۲, چهارشنبه

په ملگرو ملتونو کي د روسيې دايمي استازی وايي، چي په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د ماموريت تر ختمېدو وروسته بايد د هغه هیواد څخه بهرني ځواکونه ووزي.

https://p.dw.com/p/13FDq
د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د روسيې استازي ويتالي چورکين د وينا پر مهال
د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د روسيې استازي ويتالي چورکين د وينا پر مهالانځور: AP

ويتالي چورکين، د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي غونډي ته په خپله وينا کي وويل:

« موږ داسي قانع سوي يو، چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شتون مؤقتي دئ. د امنيت شورا د ماموريت تر ختمېدو وروسته بايد بهرني ځواکونه ووزي.»

د هغه په خبره بهرني ځواکونو د امنيت شورا د ماموريت په چوکاټ کي افغانستان ته ننوتي ول.

هغه زياته کړه، مسکو په دې باور دی، چي په افغانستان کي بهرني ځواکونه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په چوکاټ کي دنده تر سره کوي.

چورکين زياته کړه،« دا ډيره مهمه ده، چي گاونډيو هيوادونو ته چي کوم تروريستي او افراطي تهديدونو متوجه دي له منځه يوسي، او د افغانستان په اسلامي جمهوريت کي سوله او ثبات ټينگ سي.»

د هغي وعدې سره سره، چي نړیوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستان څخه وزي امريکا په دې لټه کي ده، چي د افغانستان سره د يو ستراتيژيک تړون په لاسليکولو سره په هغه هیواد کي خپل پوځي حضور وساتي.

ددغه تړون مصوبه تيره اونۍ په کابل کي دوديزي لويي جرگې ته د سلا مشورو له پاره وړاندي سوه، چي تر څلور ورځني بحث وروسته د افغانستان شاوخوا ۲۰۰۰ استازو ولسمشر کرزي ته خپلي مشورې او شرطونه وسپارل.

دوې ورځي وړاندي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د امريکا د متحده ایالاتو څخه د افغانستان سره د ستراتيژيک تړون په اړه د توضيحاتو غوښتنه کړې وه.

لاوروف د دوشنبې په ورځ په مسکو کي په یوه خبره غونډه کي ويلي ول:« که څه هم چي دا د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکي دي، خو موږ غواړو په دې پوه سو چي تر هغه نېټې وروسته چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي، امريکا هلته څه ډول پاتيږي.»

هغه دغه راز ويلي ول، په دې اړه بايد هغه سيمه ييز هيوادونه خبرسي، چي هر هغه څه چي په افغانستان کي پيښيږي پر هغوئ باندي مستقيماً اغيز لري.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: مسعود جهش