1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي له طالبانو نه، له داعشه اندېښنه لرو»

۱۳۹۵ مهر ۱۶, جمعه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ځانگړي استازي ويلي دي چي هيواد ئې په افغانستان کي د طالبانو د پرمختگ په اړه دومره اندېښنه نه لري، لکه د داعش د افغانستان د څانگي په اړه چي ده.

https://p.dw.com/p/2QzYs
Russland Zamir Kabulov Abgesandter für Pakistan
انځور: imago/Pak Images/I. Dean

ضمير کابلوف له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «د روان کال په پسرلي کي طالبانو و پتېيله چي سږکال به درې يا څلور ولايتونه تر خپل کنترول لاندي راولي چي په هغه جمله کي کندز هم شامل دئ.»

هغه زیاته کړې ده چي پر کندز باندي يرغل د دغه پلان يوه برخه وه خو طالبان ئې په نيولو نه وتوانېدل.

د دغه ديپلومات په خبره د طالبانو له پاره دا سياسي ارزښت لري: «هغوی غواړي خپل د قوماندې مرکز د پاکستان له کويټې څخه افغانستان ته را انتقال کړي، خو دوی په دې نه وتوانېدل. خو اوس لا هم د جنگ «موسم» يوه نيمه مياشت لا پاته ده.»

د هغه په اند، وسله وال طالبان د روسيې له پاره د زياتو ستونزو سبب نه کيږي، که څه هم چي هغوی [طالبان] په داسي ځواک بدل سوي دي چي پرضد ئې باندي اقدامات وسي.

ضمير کابلوف وويل: «خو طالبانو اوس له تاريخه پند اخيستی چي له نړيوال تروريزمه راوگرځي او يوازي د افغانستان کورنۍ ستونزي حل کړي. د دوی موخه په افغانستان کي د يوه اسلامي دولت جوړول دي.»

د روسيې د جمهوررئيس ځانگړي استازي ويلي دي: «د روسيې له پاره تر ټولو خطرناکه په افغانستان کي د داعش د افغاني ځانگي پياوړتيا ده، ځکه د دغي ډلي تمرکز مرکزي اسيا ته دی.»

کابلوف ويلي دي چي په افغانستان کي د دغي تروريستي ډلي راتلونکې په دې پوري اړه لري چي افغان امنیتي ځواکونه او په افغانستان کي پاته نړیوال ځواکونه ئې پرضد څرنگه مبارزه کوي.

هغه ويلي دي چي يونيم کال مخکي په افغانستان کي د دغي ډلي په اړه يوازي خبري کېدې او ځواک ئې هم ډېر لږ وو، خو په تير يونيم کال کي ئې د جنگياليو شمېر ۲۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دئ.

د دغه روسي ديپلومات په خبره غربي شريکانو د دغي ډلي د لمني پراختيا ته سمه پاملرنه نه ده کړې.

نور مطالب