1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: په افغانستان کي د نشه يي موادو پرضد بيا عمليات کوو

۱۳۸۹ آذر ۲, سه‌شنبه

د روسيې او امريکا امنيتي ځواکونه په افغانستان کي د نشه يي موادو پرضد د نوو عملياتو د تر سره کېدو دپاره په پلان جوړ ولو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/QFq5
انځور: AP

د روسيې د نشه يي موادو د کنترول د ادارې مشر ويکتور يوانوف وايي تيره ورځ په مسکو کي خبريالانو ته ويلي دي چي موږ به دغه ډول عملياتو ته دوام ورکړو.

« موږ به دې کار ته دوام ورکړو. مخکني عملياتو د درو سرو هيوادو لخوا ډير لوړ و ارزول سول. د روسيې جمهورريس دميتري ميدويدف د امريکا جمهورريس بارک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزي موافقه کړې چي دغه ډول عملياتو ته دوام ورکړي.»

دا چي دغه ډول عمليات به په نژدې راتلونکي کي پيل سي؟ دې پوښتني ته يوانوف په جواب کي وويل چي موږ اوس دا نسو ويلای چي څه وخت به دا عمليات ترسره کیږي.

د روسيې او امریکا په مخکنيو ګډو عملياتو کي چي په افغانستان کي يې د نشه يي موادو پرضد تر سره کړل د پاکستان سرحد ته څېرمه په پنځه کيلومترۍ کي د نشه يي موادو څلور کارخانې ويجاړي او شاوخوا ۹۰۰ کيلو ګرامه هيروين له منځه يو وړل سول.

عمليات د ځانګړو امريکايي ځواکونو لخوا تر سره سول چي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت او روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول د ادارې څلورو تنو کارکونکو يې ملاتړ کاوه.

په افغانستان کي د نشه موادو پر ضد عمليات د ولسمشر کرزي تر سختو نيوکو لاندي راغلل چي وروسته بيا تر تليفوني تماسونو وروسته کرزي هم ددغه عملياتو هرکلی وکړی.

ويل کيږي چي د پرتګال په پلازمېنه ليزبن کي د ناټو د مشرانو د غونډي په څنډه کي د روسيې، او امريکا مشرانو د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په جلا جلا توګه وکتل.

د روسيې جمهورريس دميتري ميدويدف په ليزبن کي تر غونډي وروسته په خبري غونډه کي وويل، چي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره يې په افغانستان کي د امنيت او نشه يي موادو په وړاندي د مبارزې د کړندي کېدو په اړه خبري کړي. او هغه ته يې په نوي ميلادي کال کي روسيې ته د ورتګ بلنه ورکړې.

د هغه په خبره چي د کرزي لخوا هم منل سوې ده. ټاکل سوې ده چي ولسمشر کرزی به د جنورۍ د مياشتي په پای کي مسکو ته سفر وکړي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: رحيله اميري