1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: په افغانستان کي سړی جګړه نه سي ګټلای

۱۳۸۸ شهریور ۳۱, سه‌شنبه

روسان په دي نظر دي، چي «افغانستان هغه يو هيواد دی چي هلته يواځي سړي جګړه بايلي» په همدي وجه روسيه دې ته زړه نه ښه کوي، چي يو ځل بيا افغانستان ته خپل سرتيري واستوي...

https://p.dw.com/p/JmN9
کرملين: روسيي د امريکا متحده ايالاتو ته اجازه ورکړه، چي د هغي د خاوري د هوايي قلمرو له لاري د کاله تر 4000 پوري الوتني وکړي،
کرملين: روسيي د امريکا متحده ايالاتو ته اجازه ورکړه، چي د هغي د خاوري د هوايي قلمرو له لاري د کاله تر 4000 پوري الوتني وکړي،انځور: Maksim Nelioubin

خو د مسلمانو افراطينو پر ضد د ناټو له جګړې څخه کرملين هرکلی کوي ـ په دي اړه مشهور پوځي کار پوه الکساندر ګولتز وايي:

« روسيي ته تر ټولو زيات احتمالي خطرونه له منځنۍ آسيا څخه متوجه دي. د بيلګي په توګه د قزاقستان او روسيې ترمنځ عملاً کومه پوله وجود نه لري.که چيري په سيمه کي يو ناورِين رامنځ ته شي، په زر ګونو کډوال موږ ته راځي، خو نه يواځي هغوی، بلکي اشرار، نشه يي توکي، وسلِي او داسي ډير نور چي له دغه شخړي سره کيدای سي جوګه شي.»

خو په دغي شخړه کي د مسکو دريځ متزلزل بريښي. له يوې خوا د شوروي اتحاد په پخواني جمهوريت، قرغزستان کي د امريکايانو حضور ته د ناباوري په سترګه کتل کيږي. څرنګه چي د قرغزستان په پلازمېنه، بشکيک کي حکومت ته د ماسکو له خوا د ملياردو پورونو ژمنه وشوه ترڅو امريکايانو ته د ماناز له هوايي هډې څخه د کار اخيستو لپاره اجازه ور نه کړي. خو په پای کي متحده ايالاتو د مليونو ډالرو له ورکولو سره بيشکيک قانع کړ، چي دغه هوايي هډه هغوی ته په کراء ورکړي.

له بلي خوا مسکو ته د متحده ايالاتو د جمهور رييس بارک اوباما د لومړي سفر په ترڅ کي د افغانستان د جګړې لپاره د روسيې د مرستو ژمنه وشوه. جمهور رييس ديتمري ميد ويديف د اوباما ترڅنګ په ډاګه وويل:

«موږ د يوي مهمي موضوع په هکله، چي د هغې د همږغه کولو لپاره خورا اهميت لري خبري وکړې. مقصد مي افغانستان دی. پرته له يوې نژدې همکارۍ په دې برخه کي برياليتوب امکان نه لري.»

روسيي د امريکا متحده ايالاتو ته اجازه ورکړه، چي د هغي د خاوري د هوايي قلمرو له لاري د کاله تر 4000 پوري الوتني وکړي، په دغو الوتنو کي په افغانستان کي د متحده ايالاتو ځواکونو ته اکمالات ليږدول کيږي، چي په هغو کي وسلې، سرتيري او لوژستيکي توکي شامل دي.

د افغانستان په موضوع کي د ناټو لپاره د روسيي استازی، روګوزين هم، چي معمولاً يو ډير سرسخت سړی ګنل کيږي، د همکارۍ ږغ پورته کړی دی او وايي:

« مسکو چمتو دی، چي د بيړنيو مرستو په وخت کي ورباندي ږغ وسي.په هندوکش کي د ناټو عمليات د نړيوالو ګټو د خوندي ساتني لپاره دي.خو ښکاره ده چي روګوزين د روسيې امنيتي ګټو ته هم پام لری.

په دې منځ کي په افغانستان کي د ناټو او متحده ايالاتو ستر قوماندان جنرال ستنلي ميک کريسټل وروسته له يوې اوږدې څېړني څخه د افغانستان روان وضعيت ډير ناخوال انځور کړی دی. جنرال مک کريسټل په خپل هغه يو رپوټ کي، چي د اګست په مياشت کي يې دفاع وزير رابرت ګېټس ته وسپاره د نورو زياتو سرتيرو غوښتنه وکړه، که نه د هندوکش په لمنو کي د نړيوالو ځواکونو ماموريت له ناکامۍ سره مخاخ دي.

د افغانستان جمهوررييس حامد کرزی، چي د آيساف د عمومي قوماندان په رپوټ کي پر حکومت باندي د کمزوري، اختلاس او اداري فساد نيوکي شوي، د نوو امريکايي سرتيرو د استولو په برخه کي له جنرال ميک کريسټل سره همنظر دي. له CNN سره په مرکه کي کرزي وويل:

«کله څنګه چي جنرال ميک کريسټل د تروريزم پر ضد د مقابلې لپاره د نورو زياتو امکاناتو لپاره غوښتنه کوي، هغه په بشپړه توګه زموږ له ملاتړ څخه برخه من دي.»

خو پر دغه غوښتني باندي لا تراوسه په سپينه ماڼۍ کي تصميم نه دی نيول شوی. جمهور رييس اوباما د اونۍ په پيل کي په تلويزوني مرکو کي په ډاګه ووِيل:

« زه به د نورو سرتيرو په هکله تر هغه تصميم ونه نيسيم، تر څو په ستراتيژي باندی قانع نه شم. تر هغه به نور زيات ځوان نارينه او ښځي پوځيان وا نه ستوم.»

اوباما د ناټو د خپلو نورو متحدينو په څير ټينګار لري، چي د افغانستان په ملي امنيتي ځواکونو باندي سرمايه ګذاري وشي.دا هغه څه دي چي د هندوکش څخه د متحده ايالاتو په شمول د بهرنيو ځواکونو لپاره لاره پرانيځي.

خو د روسيې پوځي کار پوه، ګولتز دا به ځايه اميد ګڼي:

« څومره چي دغه جګړه اوږديږي، هومره ديو مطلوب پوځي برياليتوب لپاره امکانات لږيږي. د افغانستان د سرتيرو جنګي توانمندي ډيره کمزوري ده. ددې لپاره چي يوتوانمند افغان پوځ وروزل شي، ډيرکلونه پکار دي. امريکايي پوځي روزنکي هماغسي عاجز شوي لکه چي د پخواني شوروي اتحاد په څير.. له بده مرغه دا يو واقعيت دی او زه د حل لاره نه وينم.»

خو روسيي پوځي کار پوه ګولتز زياتوي چي له افغانستان څخه د ناټو د سرتيرو د وتلو په صورت کي روسيه بايد ديو سخت حالت لپاره تياری ونيسي:

« څومره چي زيات بهرني سرتيري په وتلو پیل وکړي، هومره پر افغان حکومت باندي د ياغيانو فشار زياتيږي. د ناټو وتل د روسيي لپاره ښه زيری نه دی.د منځنۍ آسيا دولتونه کمزوري او مطلقعنان دي. په دغو دولتونو کي عام خلک د فقر او محروميت په لومو کي؛یر دي. دغه وضعيت د تند لارو اسلام پالو د ودي لپاره مناسب بستر برابروي. روسيه د دغو ستونزو په هکله فکر کوي.

Laak, Stephan/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل