1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: په اوليانوسک کي د ناټو اډه نه جوړيږي

۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبه

د روسيې د لومړي وزير مرستيال وايي، چي په اوليانوسک به هيڅ کله د ناټو ځواکونو اډه جوړه نه سي. هغه ويلي دي، چي کانټينرونه به پردي وي، خو اورگاډي او الوتکي به زموږ وي او موږ به پيسې گټو.

https://p.dw.com/p/15Ore
انځور: picture-alliance/dpa

ديميتري روگوزين په مسکو کښي له «يخو مسکوۍ» راډيو سره په مرکه ويلي دي، چي د روسيې دولت نه پلان لري او نه ئې هم درلودی، چي ددغه هيواد په اوليانوسک کي دي ناټو ته د اډې جوړولو اجازه ورکړي:

«په هيڅ وجه به د ناټو اډه، د ناټو ځواکونه، د ناټو اغزن سيمان او د ناټو په يونيفورم کي څوک دلته نه وي. دا پريکړه سوې ده. د روسيې دولت پريکړه کړې ده، چي ناټو ته ترانزيتي لاره ورکړي.»

روگوزين زياته کړه، چي روسيې پريکړه کړې ده، چي ددغه هيواد د حمل و نقل اداره د ناټو ځواکونو په ترانزيت کښي پيسې پيدا کړي.

«پريکړه سوې ده، چي د روسيې له اورگاډو او الوتکو څخه به د ناټو په ترانزيت کي کار اخيستل کيږي. نور څه نسته، يوازي کانټينرونه پردې دي نور ترانسپورت زموږ دئ.»

هغه زياته کړه، چي روسيه په دې لاره کي خپله علاقمندي ښيي، چي ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووزي:

«موږ ددې له پاره دروازې خلاصو او په دغه لاره کي پيسې په لاس راوړو.»

د روسيې د لومړي وزير د مرستيال په خبره، هغه ټولي آوازې، چي وايي، ناټو په اوليانوسک کي پوځي اډه جوړوي، بې بنسټه دي. د هغه په خبره که نه هر څوک چي په «يوه کارتن کانياک» شرط وهي دی ورته تيار دئ:

«آيا خلک داسي فکر کوي، چي ما به له ناټو سره داسي يو سند لاسليک کړی وي، چي له مخي ئې په روسیه کي د پوځي اډې جوړېدو ته اجازه ورکړل سي؟»

هغه يادونه وکړه، چي روسيې پخوا لا له دې سره موافقه کړې وه، چي د يو شمېر هيوادونو، لکه ايتاليا، جرمني او هسيانيې جنگي مهماتو ته د دوی په خاوره کي د ترانزيت تيريدو اجازه ورکړل سي.

د روگوزين په خبره دا پريکړه په ۲۰۰۱ کال کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د هغي پريکړې پر بنياد سوې وه، چي له مخي ئې افغانستان ته د ڼړیوالو ځواکونو د ورننوتلو اجازه ورکړه.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض