1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په ترکيه کي د پېتريوت توغنديو د نصبېدو پر ضد ده

۱۳۹۱ آذر ۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16oDs

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چي د ترکيې او سوريې پر پوله د پېتريوت نومي راکټونو د نصبولو مخالفه دي. د نوموړي وزارت يوه وياند په مسکو کي ويلي دي چي دا کار به د ترکيې او سوريې پوله پوځي کړي. وياند زياته کړې ده چي دا ډول کار په وضعه کي د ثبات لامل نسي کېدلای. تر دې دمخه د المان د دفاع وزیر توماس ديميزير ويلي ول چي المان غواړي، د ناټو غړي هيواد ترکيې ته د پېتريوټ توغنديو په هکله مثبت جواب ورکړي. ترکيې د چهارشنبې په ورځ پر خپله پوله د ناټو له خوا د نوموړو توغنديو د نصبولو عارضه کړې وه. د عارضې پر وخت ترکيې پر دې خبره ټينگار کړی وو، چي د دغو توغنديو د نصبولو موخه به صرف او صرف دفاعي بڼه ولري. د ترکيې مځکه څو ځله د سوريې له خوا په راکټونو ويشتل سوې ده. پېتريوټ هغه توغندۍ دي چي توغول سوي راکټونه په هوا کي له منځه وړي.