1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: چمتو يوو د افغانستان په مسئله کي امريکا ته مشورې ورکړو

۱۳۸۹ خرداد ۱۶, یکشنبه

د الکاهل د سيمي په کلني امنيتي کنفرانس کي د روسيې د لومړی وزير مرستيال سرگي ايوانوف ويلي دي چي، د افغانستان په اړه به د امريکا متحده ايالاتو ته مشوره ورکړو خو هيڅکله به يو روسی سرتيری هم افغانستان ته وانه ستو...

https://p.dw.com/p/NjLl
د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين او مرستيال يې سرگي ايوانوف
د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين او مرستيال يې سرگي ايوانوفانځور: AP

په دغه کنفرانس کي د آسيا د الکاهل د سيمي د لوړ پوړوچارواکو تر څنګ د امريکا د متحده ايالاتو او بريتانيا د دفاع وزيرانو هم ګډون کړی دی. افغانستان ددې کنفرانس د اجنداپه سر کي ځای درلودی.

په کنفرانس کي د روسيې استازي د افغانستان روان وضعيت ته په اشاري سره نن وويل چي،روسيه چمتو ده چي د افغانستان د لانجې په هکله د متحده ايالاتو چارواکو ته لازيمي سلا مشورې ورکړي، خو هيڅکله به د دي اراده « بيا» ونه کړي چي افغانستان ته سرتيري واستوي.

د مسکو څخه په وار وار غوښتنه سوې چي افغانستان ته سرتيري ولېږي.

ايوانوف وويل، چي په افغانستان کي د بهرنيو سرتيرو شمېر تر اندازې ډير سوی دی. هغه د کنفرانس استازو ته په خطاب کي وويل:« په راتلونکي ميلادي کال کي، فکر کوم چي د آيساف د سرتيرو شمېر به هغه ريکارډ مات کړي چي شورويانو په افغانستان کي دخپل حضور په موده کي درلود.»

ايوانوف چي پخوا په خپله د روسيې د دفاع وزير په توګه هم دنده تر سره کړې ده،ددې څخه ډه ډه وکړه چي په افغانستان کي دامريکا د متحده ايالاتو پر پوځي تاکتيکونو باندي تبصره وکړي، خو ږغ يې وکړی، چي د ياغيانو پر ضد د پوځي بندو بست د ماتولو دپاره بايد د افغانستان په ټولنيز - اقتصادي سکتور کي زيات زيار وايستل سي.

په کنفرانس کي د امريکا د دفاع وزير رابرت گېټس
په کنفرانس کي د امريکا د دفاع وزير رابرت گېټسانځور: AP

د Shangri -La Dialogue په کنفرانس کي د امريکا متحده ايالاتو ددفاع وزير رابرت ګېټس او د بريتانيا د دفاع وزير، ليم فوکس په شمول د آسيا د الکاهل د دفاع وزيرانوګډون درلود.

د غونډي په پای کي په افغانستان کي د متحده ايالاتو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو پوځي فعاليتونو ته په اشاري سره د روسيې د لومړي وزير مرستيال وويل:« زه اوس دلته په ښکاره توگه مشوره نه سم ورکولای. زه بايد اعتراف وکړم، چي د متحده ايالاتو د دفاع وزير، د مرکزي استخباراتي د ادارې له رئيس،د بهرنيو چارو د وزارت لوړ پوړو چارواکو سره چي کله ليدنه کتنه سوې ده، موږ پر دي موضوع يعني افغانستان باندي بحث کړی دی.

کله چي موږ څخه پوښتنه سوې، موږ جواب ورکړی،خو ډيره سخته ده چي اوس دلته په عام محضر کي پر هغو مسايلوتبصره وکړو چي موږ په خپلو منځو کي ورباندي خبري کړي دي.»

ايوانوف يادونه وکړه روسيې هم دايساف سره په مختلفو لکه لوژستيکي، ترانسپورتي او استخباراتي برخو کي مرستي کړي دي،خو هيڅکله په دې فکر نه ده چي د ايساف په چوکاټ کي دي روسي سرتيري په خدمت وګمارل سي.

د روسيې د لومړي وزير مرستيال ايوانوف وويل:« هيڅکله به بيا يو روسي عسکر افغانستان ته داخل نه سي.»

د روسيې د لومړی وزير مرستيال سرگي ايوانوف
د روسيې د لومړی وزير مرستيال سرگي ايوانوفانځور: AP

هغه د خپلو خبرو په دوام کي وويل:« زه فکر کوم چي ټول ددې مسئلې په وجي باندي پوهيږي. دا خبر داسي ده، لکه اوس چي سړی د امريکا د متحده ايالاتو څخه پوښتنه وکړي چي ويټنام ته سرتيري استوې.بېله شکه چي جواب به يې نه وي.»

د ايوانوف ددغو تبصرو څخه مقصد په 1980 لسيزه کي د شورويانو د خوا د افغانستان اشغال ته اشاره وه، چي پرته له دې چي خپل هدف ته ورسیږي تقريباً 10 کاله يې دوام وکړی.

دغه اشغال د شاوخوا 13000 شوروي سرتيرو د ژوند په قيمت تمام سو او تر هغه وروسته د شوروي اتحاد ړنګ سو.

د سنګاپور په کنفرانس کي د بريتانيا ددفاع وزير، ليم فوکس اعلان وکړی، چي د هغه د هيواد سرتيري بايد تر هغه وخته چي اړتياوي په افغانستان کي پاته سي، ترڅو بيا افغانستان د تروريزم په ځاله بدل نه سي.

هغه وويل که نړيواله ټولنه افغانستان په اوسني حالت کي يوازي پريږدي، ښايي ډير ژر هغه وضعيت اعاده سي، چي د 2001 کال د سپټمبر څخه تر مخه هلته واکمن ؤ.

AG/AFP / عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل