افغانستان

روسيه: که واشنگټن د افغانستان په اړه له خبرو عمل ته راسي همکاري يې کوو

روسيې ويلي دي چي د افغانستان په برخه کي له روسيې سره د همکارۍ له پاره دي واشنگټن د خبرو پر ځای عمل ته راسي.

Russland Zamir Kabulov Abgesandter für Pakistan (imago/Pak Images/I. Dean)

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف په مسکو کي له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «که د امريکا د دفاع وزير د ښو خبرو پر ځای ښه عمل ته راسي، زموږ دروازې ئې پر مخ پرانيستي دي. موږ د دغه شان خبرو له پاره هيڅکله دروازه نه بندوو.»

د امريکا د دفاع وزير څه موده مخکي ويلي ول چي، د دې له پاره چي واشنگټن په دغه سيمه کي له روسيې سره مقابله وکړي، ښه به دا وي چي ورسره د افغانستان په برخه کي همکاري وسي.

کابلوف دغه راز له امريکا څخه غوښتي دي چي «په رښتيا سره په افغانستان کي د ثبات د ټينگښت له پاره کار وکړي، نه دا چي د دوی تر وزر لاندي د داعش پر وده باندي سترگي پټي کړي، لکه يو وخت چي د القاعدې په برخه کي کېدی».

متيس د امريکا د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو د چارو جرگه گۍ ته په خبرو کي ويلي ول چي بهتره ده د افغانستان ستونزه له روسيې سره په همکاري حل سي، نه يوازي. هغه ويلي: «روسيه تلاښ کوي چي د جنوبي اسيا په چارو کي مخکښ رول ولري، نو زه باور لرم چي زموږ له پاره به ښه وي چي گډ کار وکړو، نه يوازي».

د امريکا د دفاع وزير په عين حال کي وويل چي «روسيه په جنوبي اسيا کي هر وخت د خپلو گټو په خاطر کار نه کوي». هغه وويل: «د امريکا د بهرنيو چارو وزير په دې اړه له خپل روسي سيال سره خبري کوي. خو زه تاسو ته وايم چي موږ د روسيې د هغو کړنو په اړه اندېښنه لرو چي زموږ په سترگو راننوځي. هغه که د دوی د موخو خلاف هم وي».

Albanian Shqip

Amharic አማርኛ

Arabic العربية

Bengali বাংলা

Bosnian B/H/S

Bulgarian Български

Chinese (Simplified) 简

Chinese (Traditional) 繁

Croatian Hrvatski

Dari دری

English English

French Français

German Deutsch

Greek Ελληνικά

Hausa Hausa

Hindi हिन्दी

Indonesian Bahasa Indonesia

Kiswahili Kiswahili

Macedonian Македонски

Pashto پښتو

Persian فارسی

Polish Polski

Portuguese Português para África

Portuguese Português do Brasil

Romanian Română

Russian Русский

Serbian Српски/Srpski

Spanish Español

Turkish Türkçe

Ukrainian Українська

Urdu اردو