1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيي او متحده ايالاتو د افغانستان په جګړه کي د همکاري پر سر موافقه وکړه

۱۳۸۸ تیر ۱۶, سه‌شنبه

ماسکو: د روسيي او امريکا متحده ايالاتو مشرانو، ديمتري ميدويديف او بارک اوباما پرون د افغانستان او د هستوي وسلو د کمولو په هکله د موافقو اعلان وکړ او په خپلو اړيکو کي د يو نوی فصل د پرانيستو خبره وکړه.

https://p.dw.com/p/Iib9
اوباما او ميدويديفانځور: AP

د افغانستان پر سر موافقي معني دا ده چي روسيه اجازه ورکوي چي د هغه له هوايي قلمرو څخه افغانستان ته د متحده ايالاتو د پوځي اکمالاتو چي په هغو کي وسلي او عسکر هم شامل دي، ولیږدول شی

اوباما په کرملين کي له ميدويدايف سره له ليدني کتني څخه وروسته وويل:

« مونږ يوه رغوونکي ليدنه کتنه درلوده. لکه چي جمهور رييس ميدودايف ياده کړه، د روسيي او متحده ايالاتو اړيکي په یو لړ مسايلو باندي د اختلاف له امله اغيزمني شوي وي. مونږ تصميم ونيو جي د متحده ايالاتو او روسي اړيکي بيرته ورغولي شي، تر څو د دواړو اړخونو د ميني وړ په مسایلو کی یو بل سره په اغيزمنه توګه همکاري وکړو.»

ماسکو او واشنګتن دواړه چمتو دي چي د هستوي وسلو د خپريدو مخه ونيسي. د متحده ايالاتو د توغندي دفاعي سيستم او ختيځ خواته د ناتو د لمن دپراخيدو د دواړو مشرانو د نني خبرو اترو محراقي موضوعات جوړوي.

عبدالباری حکيم
کتونکی: يحيي وردک