1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې امريکا ته د سوریې پر پوځ د بريدونو څخه خبرداری ورکړی

۱۳۹۵ مهر ۱۱, یکشنبه

مسکو او د لویديځ حکومتونه د سوريې د کړکيچ په ترڅ کې پر يو بل نيوکي تل سختې کوي او کلکه لهجه کاروي. خو آیا دوی به د حلب ناوړه وضعې ته په کتو سره سره هم همدې لفظي ګوزارونو ته دوام ورکړي؟

https://p.dw.com/p/2Qo8l
John Kerry und Sergej Lawrow Symbolbild Lawrow droht Kerry am Telefon
انځور: picture-alliance/abaca

روسيې د امريکا محده ايالاتو ته د سوریې پر پوځ او مشرتابه د هوايي بریدونو څخه خبرداری ورکړ. د روسیې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ماريه سخاروه وويل په سوريه کې د امريکا دغه چلن به نه یوازې په سوريه کې بلکې په ټوله سيمه کې د يوه ناوړه بدلون لامل شي.

له بله پلوه بيا د ملګرو ملتونو او لويديځ له خوا د سختو نيوکو سره سره هم روسيې په حلب کې هوايي بریدونو ته دوام ورکړی چې دغه هوايي بريدونو د ښار ډيره برخه لوټې لوټې کړې ده. د شنبې په ورځ هم جنګي الوتکو د ياغيانو تر کنترول لاندې سيمه کې له هغو کمو روغتونونو څخه یو په دويم ځل په نخښه کړ چې لا فعاليت کوي.

کيري د لاوروف سره  په څو ځلي تماس ټينګ کړی

د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر ژیان مارک ايرو د روغتيايي مرکزونو «سستماتيکه» ويشتنه ټکان ورکونکې وبلله. د آلمان د بهرنيو چارو فرانک والتر شټاین ماير هم د تويتر له لارې ويلي چې پر حلب هوايي بريدونو اوس بالاخره بايد ودريږي. ده زياته کړه: «يوه چټک اوربند ته اړتيا ده.» د امريکا متحده ایالاتو خارجه وزير جان کيري بيا د روسيې سره د خبرو اترو د درولو ګواښ کړی.

د مسکو څخه د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس کيري د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۱ نيټه) په پرله پسې څلورم ځل د خپل روسي سيال سرګې لاوروف سره تليفوني اړيکه ونيوله.

«م. م . بايد مداخله وکړي»

د خليج هيوادونو په دې منځ کې د ملګرو ملتونو له خوا د مداخلې غوښتنه کړې. د خليج د همکارۍ جرګه ګۍ له خوا ويل شوي چې د سوريې حکومت د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کوي.  د سعودي عربستان، قطر، بحرين، کويت، عمان او متحده عربي اماراتو له خوا په ګډه په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي  چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا بايد چټک ګامونه پورته کړي څو پر حلب دغه تيری او يرغل ودريږي او د سوریې د وګړو کړاو پای ومومي.

روسيه د يوه کال راهيسې د معتدلو ياغيانو او بيلا بيلو مليشو پر وړاندې جګړه کې د سوریې د حکومت څخه د هوايي بريدونو له لارې ملاتړ کوي. د روسيې او امريکا متحده ايالاتو په منځګړيتوب دوه اوونۍ تر مخه رامنځته شوې اوربند هم یو څو ورځې وروسته بيرته مات شو. د هغه راهيسې د سوریې او روسيې جنګي الوتکې د ښار پر هغه برخه چې د ياغيانو تر ولکې لاندې ده، هوايي بريدونه ترسره کوي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په دې موده کې په حلب کې یو ځلي بیا په سونو انسانان وژل شوي دي.

پر دې موضوع زموږ له آرشيفه یو انځوريز البوم:

  

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب