1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې بيا نوي توغندي ازمويلي

۱۳۹۵ مهر ۲۲, پنجشنبه

د روسيې حکومت له ناټو او امريکا متحدو ايالاتو سره د ترينگلي حالت په ترڅ کي بيا بالستيکي توغندي ازمويلي دي. په مسکو کي د دغه هيواد د دفاع وزرات د درو برياليو ازموينو خبر ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/2RBIX
Russland Militärparade zum Tag des Sieges
انځور: Reuters/G. Dukor

د روسيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي د بالستيکي توغنديو يوه ازموينه ئې چي اټومي سرگلوله هم لېږدوي په «اخوتسکوی بحيرې» کي له «گيورگي پبيدونوزيڅ» اوبتل څخه توغولې ده.

ياد وزارت ويلي دي چي دغه توغندی تر ۵۰۰۰ کيلومتره واټن وهلو وروسته د روسيې په شمال «چيږا» پوځي اډه کي رالوېدلې ده. بل توغندی بیا په «بارينځووا بحيره» کي چي د منجمد اقيانوس يوه برخه ده، له «نوومسکوسک» اوبتل څخه توغولی دئ.

د روسۍ رسنيو د راپورونو له مخي دريم توغندی بيا په ارخانگلسک کي له «پليسڅک» فضايي اډې څخه توغولی چي له پلان سره سم د کامچتکا په پوځي روزنځای کي خپل هدف ته رسېدلې ده.

په بالتيک بحيره کي پوځي تمرينونه

په وروستيو کلونو کي په ځانگړې توگه د اوکراين په برخه کي د روسيې او غربي هيوادونو ترمنځ د اړيکو تر خرابېدو وروسته د مسکو حکومت په وارو وار پوځي تمرينونه کړي دي. د روان کال په سپتمبر میاشت کي روسيې دوه قاره يي توغندي چي اټومي سرگلولې هم لېږدولای سي وازمويلې. پر هغه سربيره د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين تيره اوونۍ لارښوونه وکړه چي د «سکندر» توغنديو دستگاه چي اټومي توان لري، بالتيک بحيرې ته انتقال کړي.

له هغه وروسته چي روسيې په ۲۰۱۴م کال کي د نړيوالو پرخلاف د اوکراين د کريميا نيمه ټاپو خپله خاوره وگرځوله د بالتيک حوزې هيوادونه او پولند ځان ته د روسيې له خوا سخت خطر احساسوي.

امريکا متحد ايالات او روسيه په دې وروستيو کي په سوريه کي د جگړې پر سر پخپلو کي سخت سره مخالف سول. دغه دوه هیوادونه په سوريه کي د متقابلو اړخونو ملاتړ کوي.