1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې، دنمارک په اتومي وسلو گواښلی دئ

dpa,rtr,afp۱۳۹۴ فروردین ۳, دوشنبه

په دنمارک کي د روسيې سفير ويلي دي چي که چيري دغه هيواد د ناتو د توغنديو په دفاعي سيستم کي برخه واخلي په اتومي وسلو به ئې وگواښي. کپنهاگن او د ناتو ځواکونو مشر ويلي دي چي دغه شان څرگندوني د «منلو نه دي».

https://p.dw.com/p/1EvP5
انځور: Reuters

نمارک د روسيې د هغه گواښ په اړه چي ويلي ئې دي که چيري دغه هيواد (نمارک) د ناټو د توغنديو په دفاعی سيستم کي برخه واخلي د دوی د اتومي توغنديو هدف به وگرځي، سخته غوسه ښوولې ده.

د دنمارک د بهرنيو چارو وزير مارتين ليديگارد، په کپنهاگن کي د روسيې د سفير ميخايل وانين، څرگندوني رد کړي دي. ليديگارد ويلي دي «که چيري د روسيې سفير رشتيا دغسي څرگندوني کړي وي، بيا نو دا د منلو نه دي».

هغه ويلي دي چي روسيه په دې ښه پوهيږي چي د توغنديو دفاعي سيستم له سرکښو هيوادونو او تروريستي سازمانونو څخه د خونديتوب له پاره دئ.

په دنمارک کي د روسيې سفير وانين، له «Jyllands Posten» ورځپاڼي سره په مرکه کي دغه هيواد د ناټو پروژې د ملاتړ په برخه کي سخت گواښلی دئ.

رسنيو د روسيې د سفير په حواله ويلي دي، چي دنمارک کيدای سي په دې خبر نه وي چي که د ناټو په دغه پروژه کي گډون وکړي څه به ورپېښ سي: «که دا کار وسي، د دنمارک جنگي کښتۍ به د روسيې د اتومي توغنديو هدف وگرځي».

روسيه د ناټو طرحه سخته ردوي

د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان فيليپ بريد لاو، د توغنديو په دفاعي سيستم کي گډون کوونکو هیوادونو ته د گواښونو په لړ کي دنمارک ته گواښ يو بل «گام» بولي. دغه امریکايي قوماندان بې له دې چي نور جزئيات ورکړي ويلي دي چي رومانيا او پولند هم تر دغه شان فشارونو لاندي ول.

دنمارک د تير کال په دوبي کي اعلان وکړ چي غواړي د توغنديو د دفاعي سيستم د پروژې په برخه کي حداقل يو رادار په خپله خاوره کي ځای پر ځای کړي.

د توغنديو د دفاعي سيستم په جوړولو سره د ناټو هدف د ايران او شمالي کوريا له احتمالي اتومي وسلو څخه خونديتوب ښوول سوی دی. ناټو په پلان کي لري چي په پولند او رومانيا کي دغه سيستم ځای پر ځای کړي.

خو روسيه بيا د امريکا متحدو ايالاتو له خوا دغه پلان سوې پروژه خپلو سرحدونو ته گواښ گڼي.