1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې د ناټو سره ټول ګډپوځي تمرينات بندکړه

۱۳۸۷ شهریور ۵, سه‌شنبه

د قفقاز د بحران له کبله، دمسکو حکومت د ناټو او روسيې تر منځ ...

https://p.dw.com/p/F5DB
د روسيې جمهور رييس دميتري ميدويديف اود ناټو عمومي منشي ډې هوپ سخيپر
د روسيې جمهور رييس دميتري ميدويديف اود ناټو عمومي منشي ډې هوپ سخيپرانځور: AP / PD / DW

ټول ګډپوځي تمرينات او د ناټو د استازو ليدني کتني رد کړې . د روسيې د ناټو استازي ديمتري روګوسين خبر ورکې ، چه حتی روسيې ته د ناټو دعمومي منشي ډې هوپ سخيپر سفر به هم وځنډيږي . همدارنګه ده ويلي دي ، چه دا به ښه وي ، چه د سولي ګډ ماموريتونه لږ تر لږه ود شپږو مياشتو دپاره وځنډيږي . خو په افغانستان کښي به دغه ماموریت داوس دپاره دوام وکي .

ديمتري روګوسين همدا څو ورځي مخکي لا د رويټر سره په يوه مرکه کي د ناټو سره پر ګډ نظامي کار باندی ټينګار کړی ؤ .ناټوددې دمخه په ګرجستان کښي د روسيې د دوامداره نظامي موجوديت له کبله د مسکو سره ټولي خبري قطع کړي وې .