1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې پر ترکيې بنديزونه ولګول

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۸, یکشنبه

د روسي الوتکې تر نسکوریدو وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ کړکیچ زیات شوی دی. روسي ولسمشر د ترکیې پر وړاندې د لگول شوو بندیزونو لست لاسلیک کړ. د کرملین ویاند هم د دغو اړیکو بیرته په خپل حال راوستل ستونزمن بللي.

https://p.dw.com/p/1HECs
انځور: picture-alliance/dpa/M. Metzel/TASS

د هغې بیانیې پر بنسټ د شنبې په ورځ (د نوامبر۲۸) د کرملین له خوا خپره شوې ده، د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د ترکیې پر وړاندې د بندیزونو فرمان لاسلیک کړی دی. په بیانیه کې راغلي دي چې په دې برخه کې د روسي دولت له خوا پورته شوي گامونه د خپلو اتباعو د امنیت ساتلو په موخه ترسره شوي دي. ویل کیږي چې د چارتر يا اجاروي پروازونو لغوه کول هم په دغو نوو بندیزونو کې شامل دي.

روسي شرکتونه هم وروسته تر دې د ترکیې اتباعو په کار د گمارلو اجازه نه لري. تر اوسه پورې د دغو بندیزونو ټول جزویات نه دي بربنډ شوي. د سوریې او ترکیې په سرحد کې د روسي الوتکې د رانسکورولو پر سر جنجال یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی.

د کرملین ویاند ديمیتري پسکوف، د شنبې په ورځ د روسیې دولتي تلویزون ته وویل، د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین، دې قضیې ته ډیره پاملرنه کړې. پسکوف زیاته کړه هغه لکه، چې د دغو دواړو هیوادونو پر اړیکو لگیدلې ده په ډیرې سختۍ سره د جبران کیدلی شي.

مخکې تر دې روسیې د ترکیې د سیاحت صنعت محدوده کړی وو او د روسیې په پوله کې یې د ترکیي لارۍ درولي وې. په دغو لاریو کې په زیاته پیمانه د ترکیې له خوا صادر شوې خوراکي توکي ول.

روسیې د ترکیې له ټولو متحدینو، په ځانگړې توگه له امریکا متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې په راتلونکي کې د انقرې دولت پر دې پوه کړي چې «پر روسیې تیرۍ منع دی».

روسیې له خپلو ټولو اتباعو غوښتي دي چې له ترکیې څخه دې ووزي

پسکوف د انټرفاکس خبري آژانس سره په مرکه کې پر ترکیې تور لگولی دی چې د الوتکې د رانسکورولو په برخه کې یې په اسنادو کې لاسوهنه کړې ده. هغه ویلي دي چې د سوخو- ۲۴ډوله روسي بم غورځونکي الوتکه، لکه څرنگه چې ترکیه یې ادعا کوي د دغه هیواد په حریم کې نه ده ننوتلې. پسکوف زیاته کړې یو له هغو مدارکو څخه چې ترکیه یې وړاندی کوي لاسوهنه په کښې شوې ده.

عادي حالت ته د اړیکو راوستلو له پاره د ترکیې هڅې

په همدې منځ کې د اړیکو عادي حالت ته راوستلو له پاره د ترکیې هڅې روانې دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال پر دغې پيښې خفگان ښودلی دی. هغه وویل: «مونږ هیله لرو چې دا کار نه وای شوې، خو وشو. زه هیله لرم چې په راتلونکي کې داسې یو څه رامنځته نه شي.»

اردوغان وویل چې دواړه خواوې باید له دغې پيښې سره له مثبت چلند څخه کار واخلي. هغه د اقلیمي بدلونونو په هکله کنفرانس چې ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ (د نوامبر میاشتې۳۰) به په پاریس کې ترسره شي، پر رامنځته شوې کړکیچ د لاس بره کیدو له پاره یو ښه چانس وباله. اردوغان په پاریس کې د دغې غونډې په څنډه کې له ولادیمیر پوتین سره د لیدنې کتنې غوښتنه وکړه.

مخکې تر دې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر خپلو ټولو اتباعو ته خبرداری ورکړی وو چې که روسیې ته یې سفر عاجل او ډیر اړین نه وي، نو له دغه سفر څخه دې ډډه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې د دې علت دا دی چې ترکیې مسافرین به په روسیې کې له ستونزو سره مخامخ شي.