1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسي توغنديو د نصبېدو په اړه اندېښنې

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲۶, سه‌شنبه

روسيې د پولند او ليتوانيا تر منځ په کالينينګراد کي د لنډ واټن ويشتونکي توغندی ځای پر ځای کړي دي. د روسيې ګاونډيو هيوادونو په دې اړه سخته اندېښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/1Aarw
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې د دفاع وزارت د رسنيو هغه اټکلي راپورنه تایيد کړي چي ګويا دغه هيواد په کالينينګراد کي توغندی نصب کړي دي.

د روسيې د دفاع وزارت یوه وياند ويلي دي چي د اروپايي ټولني له سرحد سره د اټومي وسلو لېږدونکي لنډ واټن ويشتونکي «اسکندر» ډوله څو توغندی نصب سوي دي. د وياند په خبره دغه توغندی به د کالينينګراد تر څنګ د مسکو او ستر ښار سانکت پيطرس بيرګ هم له خطره وساتي.

کالينينګراد د روسيې هغه برخه ده چي د دغه هيواد له سرحدونو څخه دباندي موقعيت لري. کالينينګراد د ناټو د غړو هيوادونو پولنډ او ليتوانيا ترمنځ پروت دی.

په لوېديځه اروپا کي اندېښنې

د دغه خبر په خپرېدو سره د کالينينګراد ګاونډي هيوادونه اندېښمن سوي دي. په وارسا کي د پولڼد د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې «په کالينينګراد کي د اسکندر توغندی د نصبولو خبر د اندېښنې وړ دی.» هغه زياته کړې ده چي دغه کار ځکه د اندېښنې وړ دی چي روسيې تر اوسه پوري په دې اړه په رسمي توګه څه نه ول ويلي.

د ليتوانيا د دفاع وزير ارتيس پابريک، د اسکندر توغندی پراختيا «د اندېښنې وړ» خبر بللی دی. هغه ويلي دي: «زموږ په سيمه کي د روسي پوځ د قابليت پراختيا د اندېښنې سبب ګرځي.»

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيالي ماريا حرف، ويلي دي چي امريکا متحده ايالاتو له روسيې څخه غوښتي دي چي «داسې هیڅ کوم ګام وا نه خلي چې د سیمې د بې ثباتي لامل شي.»

د مسکو او لویدیځ ترمنځ اړیکي له تيرو څو مياشتو راهيسي کړکېچني دي. د دې اړيکو د خرابېدو يو دليل دا دی چي مسکو د خپلو مخالفينو پر وړاندي له سخت چلن څخه کار اخلي. پر دې سربیره هغه څه چي د لویدیځ او روسیې اړیکي یې جنجالي کړي دي په اوکراین کې د مسکو د نفوس ډیریدل دي.

په پټه وسله وال کېدل

څو ورځي مخکي رسنيو په هغه جمله کي کريملين ته نزدې روسۍ ورځپاڼي «ايزويستيا» او آلمانۍ ورځپاڼي «بيلد» په کالينينګراد کي د «اسکندر- ام» ډوله توغنديو د نصبېدو خبر ورکړی ووی. اسکندر- ام ډوله توغندی نزدې ۵۰۰ کيلومتره واټن ويشتلای سي. دغه توغندی د ډول ډول سرګولولو او اټومي خوليو د لېږد توان لري. د ايزويستيا ورځپاڼي د راپور له مخي دغه توغندی په کالينينګراد کي له څه مودې راهيسي ځای پر ځای سوي دي.

د روسيې د دفاع وزارت د يادو توغنديو د نصبېدو ځای او دقيقه شمېره نه ده څرګنډه کړې. د روسيې خبري آژانسونو د دغه هيواد د دفاع وزارت د وياند په حواله خبر ورکړی دی چي دا «د نړيوالو موافقتنامو» خلاف کار نه دی. دوی لیکلي دي چي دا په اروپا کي د ناټو د قدرت پر وړاندي د توازن ساتل دي.