1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې په کريميا کي پوځي اډې اشغال کړي دي

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۹, پنجشنبه

په داسي حال کې چې اوکرايین له کریمیا څخه خپل پوځونه راباسي، د کیف او مسکو تر منځ په لهجه کې تند والی راغلی دی. په دغه نیمه ټاپو کې روسي قطعات له بېړه څخه کار نه اخلي.

https://p.dw.com/p/1BT8Q
انځور: Reuters

روسي ځواکونو د چهارشنبې په ماښام د تور سمندرگي په نیمه ټاپو کريميا کي د اوکرایین د سمندري ځواکونو د یوې بلې اډې کنترول هم په خپل لاس کې واخیست. دغه کار د کريميا نيمه ټاپو د سیمفيرپول ښار د سویل لویدیځ په ۳۰ کیلومترۍ کې تر سره شوی دی.

د اوکراين پوځ يوه جگړن ایدوارد کسنارینکو له دغي پوځي اډې څخه تر وتلو وروسته ویلي دي: «روسي ځواکونه دلته راغلل او زموږ څخه یې د پوځي اډې د پریښوولو غوښتنه وکړه. موږ دغه کار وکړ.» دا چې خبریالانو غوښتل د دغې پوځې اډې دروازې ته نزدي شي روسي ځواکونو هوایي فيرونه وکړل.

تر دې دمخه روسي ځواکونو په سیواستوپل کې د اوکرايين د سمندري ځواکونو د يوې اډې کنترول تر لاسه کړی وو. په دغه ځای کې د اوکراییني سرتیرو مشري سرگي گايدوک د روسي پلوو ملیشو له خوا نیول شوی وو. مسکو او همداشان کیف د نوموړي د آزادیدو غوښتنه کړې ده.

د اوکرایين مشرتابه له کریمیا څخه د خپلو پوځونو د راایستلو اعلان کړی دی. خو په کیف کې د ملي امنیت شورا مشر اندری پاروبي، دا روښانه کړې ده چې دغه اقدامات مؤقتي دي. مسکو غواړي چې له روسیې سره د کریمیا یو ځای کیدل چې په نړیواله توگه په رسمیت نه ده پيژندل شوې د اوونۍ تر پایه پوري عملي کړي.

په غبرگون کې د اوکرایين د امنیت شورا خپل پوځ د تیارسئ په حالت کي راوستی دی. پر دې سربیره په کیف کې لوېدیځ پلوه مشرتابه د روسي اتباعو له پاره د ویزې د مکلفیت اعلان کړی دی.

د ویزې مکلفیت د سیاسي وسلې په توگه؟

په دې اړه به د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر اړین گامونه واخلي. د داسې قوانین په رامنځ ته کولو سره به په میلیونو روسي اتباع اغېزمن شي، چې په اوکرایین کې خپلوان لري. پر دې سربیره په راتلونکي وخت کې د کریمیا هر هغه اوسیدونکی چې د روسي پاسپورت په بدل کې خپل پاسپورت تبادله کوي، اوکرايين ته د ورتگ پر مهال باید د ویزي غوښتنه وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د روسیې ستري محکمې د ولادیمیر پوتین له خوا د روسیې په فیدراسیون کې د کریمیا د شاملیدو لاسلیک شوی تړون تائید کړ. د ستري محکمې رئيس واليري سورکين په سانکت پيتربورگ کې ویلي دي چې دغه سند د روسیې له اساسي قانون سره اړخ لگوي. ولادیمیر پوتین دغه سند چې د لویدیځ له نظره له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی، د ارزوني له پاره محکمې ته وړاندي کړی وو.