1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسي چارواکي: د افغانستان مخدره مواد د روسيې لپاره لوی ګواښ دی

۱۳۸۹ فروردین ۶, جمعه

ناټو د چارشنبې په ورځ د روسيې هغه خبره، چې ويل يې په افغانستان کې به د کوکنارو کروندې د منځه وړي رد کړه او ويې ويل چې د مسکو لخوا د مخدره توکو د کنترول غوره لاره په افغانستان کې د روانې لانجې په وړاندې زيات ملاتړ دی...

https://p.dw.com/p/Mc6Y
د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله ولاړ يو روسي عسکر
د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله ولاړ يو روسي عسکرانځور: AP

له مخدره موادو سره د مبارزې روسي مشر ويکتور ايوانوف د ناټو له استازو سره په بروکسل کې وکتل او وړانديز يې دا و چې د ناټو ځواکونو ته دې د ملګرو ملتونو لخوا داسې يو ماموريت ورکړل شي چې په افغانستان کې کوکنار هم د منځه يوسي.

هر کال دېرش زره روسان د مخدره موادو د استعمال په وجه مري. خو د ناټو وياند، جيمز اپاتوراي وويل، چې د مخدره موادو ستونزه بايد په احتياط سره ورو ورو حل شي تر څو سيمه يز خلک هم په بهير کې شامل کړای شي.

هغه زياته کړه چې د ناټو ټلواله د مخدره موادو د سيمه يزو تاجرانو او لابرواترونو پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي، خو په يوه خبري ناسته کې يې بيا هم وويل:

«موږ نه شو کولای د هغو خلکو د عايد يوازنۍ سرچينه ورڅخه واخلو چې د نړۍ په دويم تر ټولو غريب هېواد کې ژوند کوي، پرته له دې چې هغوی ته د بديل يو کشت ولرو».

افغانستان د نړۍ تر ټولو لوی د کوکنارو توليدونکی هېواد دی چې له کوکنارو څخه يې اپين جوړيږي. اپين بيا د هېروينو د جوړولو لپاره په کار لويږي. اپاتوراي وويل، ناټو د روسيې اندېښنې درک کوي چې د اټکل له مخې دوه لکه تنه په هېروين او مورفين روږدي يا معتاد انسانان په کې ژوند کوي. خو نوموړي وياند زياته کړه چې د ليدلورو يو نری اختلاف هم شتون لري.

ده وويل، چي ناټو په سيمه کي120000 خلک ځای پر ځاي کړي دي، چې د وسله وال ښورښ په وړاندې جنګيږي او دا د مخدره موادو د ستونزې د حل غوره لاره ده.

اپاتوراي وويل چې د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن له روسيې څخه په افغانستان کې د ملاتړ غوښتنه کړې وه، چې په کې د نشه اي موادو سره د مبارزې د چارواکو روزنه او د عمومي عملياتو لپاره چورلکې هم راتلې خو تر اوسه پورې روسيې کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.

اپاتوراي همداراز وويل چې طالبانو هومره اپين په زېرمو کې ‌ذخيره کړي دي چې د کوکنارو د منځه وړل هم اوس هيڅ توپير نه راولي.

د دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير ويتالي چورکين د متحدو آيالتونو د سمندري ځواکونو په هغو پلانونو باندې اندېښنه څرګنده کړه چې ويل يې په مارجه کې به کرونده ګرو ته پيسې ورکوي که هغوی په بدل کې د کوکنارو له کرکيلې څخه لاس واخلي. چورکين زياته کړه چې ناټو بايد په افغانستان کې د نشه اي توکو د ستونزې په وړاندې په فعال ډول جدي لارې چارې وسنجوي.

RTRE/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل