1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه او اسرائیل له د لا نزدې کیدو په حال کې دي

۱۳۹۱ تیر ۲۰, سه‌شنبه

د جون میاشتې په وروستیو کي د روسیې جمهور رئيس ولاديمير پوتين، له خپلو پنځو وزيرانو، یوه درې سوه کسیزه پلاوي او څلورو الوتکو سره اسرائیلو ته سفر وکړ. کارپوهان دا د روسیې او اسرائیلو نزدیوالی بولي.

https://p.dw.com/p/15UqZ
انځور: AP

د ايران اتومي پروګرام د اسرائيلو په سترګو کي يو اغزی دئ. د اسرائيلو صدر اعظم بنيامين نتانياهو، له پوتین سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا له ایران څخه پر خپلو غوښتنو باندې ټینگار وکړ:

«تهران بايد د يورانيمو له غني کولو څخه لاس واخلي. له دې سره تړلي ټول مواد باید بهر ته ولیږدوي او خپلې اتومي اډې باید وتړي.»

داسې ښکاري چي اوس روسیه هم د ايران بې قيد او شرطه ملاتړ نه کوي. د مسکو د منځني ختيځ له انستيتوت څخه پروفيسر ولاد يمير ساجين، دا خبره تائيدوي چي روسیه اوس دايران  ډير ملاتړ نه کوي. هغه وايي چې تر دې پخوا روسیې په یوطرفه ډول د عربي هيوادوملاتړ کاوه خو د شوروي اتحاد تر راپرڅیدو وروسته دغه هیواد له اسرائيلو سره خپلې اړیکې ټینگې کړي دي:

«اوس د روسیې او اسرائیلو تابعیت لرونکي کولای شي چې پرته له دې چې ویزه ولري د یو بل هیواد ته سفر وکړي. تر امريکایانو وروسته اسرائيلو ته تر ټولو ډير روسي سیلانیان ورځي.»

د اسرائیلو او روسيې نزدیوالی

په اسرائيلو کي څه نا څه ۱.۵ میليونه وگړي په روسي ژبه خبرې کوي. دا ځکه چي د شوروي اتحاد تر راپرځیدو او د ۱۹۹۰م کال تر تحولاتو وروسته ډير يهودي روسان اسرائيلو ته ولاړل او هلته پاتې سول. د هغو کسانو له ډلې څخه د اسرائیلو اوسنې د بهرنیو چارو وزیر اويګدو ليبرمن، دئ چي په ۱۹۹۰م کال کي ئې د «اسرائيل زموږ کور دئ» په نامه گوند جوړ کړ. د دغه گوند زيات شمیر غړي او پلويان روسي ژبه اسرائيليان دي. دغه ګوند د اسرائيلو په پارلمان کي له ۱۲۰ څوکيو څخه ۱۱ پخپل اختیار کي لري.

دغه سياسي قشر د روسیې او ايران په ارتباط هر نوی تغير په ډير دقت سره څاري او د هغه پر اساس د اسرائيلو په سياست کي فعاله برخه اخلي.

اسرائيلو ته د پوتين په سفرکي کوم ژباړونکي ته اړتیا نه وه. ځکه چې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر تر څنگ، د دې هیواد د مخابراتو وزير يولي ايدل ستاين او د پارلماني فراکسيون مشر الکين، هم روسي خبري کوي. هغوی دواړه په پخواني شوروي اتحاد کي نړۍ ته راغلي دي‎.

اسرائيلو ته د سفر پر مهال پوتين وويل چي «هولوکوست» بايد بيا تکرار نه سي. روسي کارپوه ساجين، په دې اند دئ چې د پوتین دغه خبره ایران ته خبرداری دئ:

«له دغو څرگندونو سره پوتين د احمدي نژاد د هولوکاوست د تيوري پر ضد دريځ خپل کړ. احمد نژاد ویلي وو چې د هولوکوست پېښه دروغ ده.»

د ايران جمهور رئيس تل په عام محضر کي هولوکوست اوس هم يوه جوړه سوې کيسه بولي. دا په اسرائيلو او ټوله نړۍ کي په تکرار سره د سختو غبرگونونو لامل گرځیدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له بيت المقدس څخه د اسرائيلو کارپوه امير ميناشه، په اند د پوتين دغه خبري واضح او ښکاره نه دي. هغه زیاتوي چې که پر روسیې باندې د يهودانو د پلویانو اغیزه ډيره وای، بيا به نو روسیې  دایران او سوریې دومره قوي ملاتړ نه کولای. په روسيه کي يهوادن لوړ دولتي مقامونه نه لري. يهودان هلته له سياسي لحاظه دومره فعاله نه دي.

دویچه ویله/ قاسم نوري
کتونکی: مسعود جهش