1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه او ناټو د افغانستان د امنیت په اړه خبرې کوي

۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د روسیې او ناټو استازې نن د پنجشنبې په ورځ د نورو موضوعګانو تر څنګ د افغانستان په اړه بحث کوي چې د نظر اختلافات له منځه ولاړ شي. خبري اتري په بروکسل کې دي.

https://p.dw.com/p/2aFWI
Belgien Nato-Russland-Rat ARCHIV
انځور: picture alliance/dpa/M. Gambarini

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د روسیې- ناټو شورا به د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې سره غونډه وکړه.

تر دې مخکې دغه خبري اتري د اوکراین پر سر شخړي له کبله ځنډیدلې وې. د ناټو ویاندې اونا لونګیسکاو، ویلي دي چې د پنجشنبې ورځې په غونډه کې به د نورو تر څنګ د اوکراین د وضعیت او همداراز د افغانستان د امنیت په اړه خبري وشي.

هغې ویلي دي چې که څه هم د ناټو او روسیې تر منځ عملي همکاري اوس هم د اوکراین د شخړې له کبلې د «ځنډ په حالت» کې ده، خو ناټو بیا هم د دیالوګ چاینلونه پرانیستي ساتي.

تر دې مخکې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له نوي وزیر سره د تیرې جمعې په ورځ وکتل او د نورو موضوعګانو تر څنګ یې، د اوکراین د شخړې په اړه خبرې اترې وکړې.