1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه او چین د سوریې په اړه پخپل دریځ ولاړ دي

۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبه

ماسکو او بیجینگ د چهار شنبې په ورځ یو ځل بیا په سوریه کې له پوځي مداخلې سره خپل کلک مخالفت اعلان کړی دﺉ. دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه له دواړو هیوادونو څخه غواړي چې په دې اړه خپل دریځ بدل کړي.

https://p.dw.com/p/158wZ
انځور: dapd

تر هغه وروسته چې د روسیې ولسمشر له خپل چینایي سیال سره په بیجینگ کې ولیدل، دواړو مشرانو یوه گډه اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې راغلي دي چې روسیه او چین د هر داسې یو عمل مخالف دي چې په ترڅ کې ئې د سوریې د رژیم د بدلولو هڅې وشي.

په اعلامیې کې راغلي دي: «روسیه او چین په واضح ډول د داسې هڅو مخالف دي چې په ترڅ کې ئې د بهرنۍ پوځي مداخلې لا لارې د سوریې د شخړې د پای ته رسولو هڅې وشي. همدا راز دغه دواړه هیوادونه له داسې پالیسیو سره هم خپل مخالفت اعلانوي چې په ترڅ کې ئې د سوریې د رژیم د بدلولو هڅې وشي. موږ له دغو هڅو سره خپل مخالفت اعلانوو ان که هغه د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا په چوکاټ کې هم وي.»

دغو دواړو هیوادونو همداراز د ایران پر وړاندې له پوځي وسیلې څخه له کار اخیستلو او د یو اړخیزو تحریمونو سره هم خپل مخالفت اعلان کړی دئ. دغه خبره د ایران او چین د ولسمشرانو تر لیدنې وروسته د یوې بیانیې په ترڅ کې اعلان شوې ده.

په همدې حال کې د چین صدراعظم له یوه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې چین په منځنۍ اسیا کې د هر هیواد له خوا د اتومي وسلو د تر لاسه کولو د هلو ځلو مخالف دئ.

غربي هیوادونه په دې اند دي چې ایران هڅه کوي چې اتومي وسلي جوړې کړي او له همدې کبله ئې پر دې هیواد باندې سخت اقتصادي تحریمونه وضع کړي دي، خو ایران تل وایي چې اتومي پروگرام ئې سوله ییزې موخې لري.

اوس د ایران ولسمشر احمدي نژاد په چین کې دئ چې د شانگهای د غړو هیوادونو په غونډه کې گډون وکړي. ویل کیږي چې هغه به د خپل هیواد له پاره د چین او روسیې د ملاتړ د تر لاسه کولو هڅې هم وکړي.

په پلان کې ده چې احمدي نژاد به د پنجشنبې په ورځ له ولادمیر پوتین سره وویني. روسیه هڅه کوي چې د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ شخړې ته د خبرو اترو له لارې د حل یوه لاره پیدا کړي.

روسیه او چین د سوریې په موضوع کې له پیل څخه متحد پاتې شوي دي. دواړو هیوادونو څو ځلې د امنیت په شورا کې د سوریې پر وړاندې د اعلامیو مخه ونیوله. دا هیوادونه په سوریه کې د پوځي مداخلي او د دې هیواد د رژیم د بدلولو مخالف دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم