1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه د اوکراین ختیځ ته نورې مرستې استوي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، د معلوماتو له مخې د نړیوالو له ستر انتقاد سره سره، د اوکراین ختیځ ته د مرستو د یوه بل کاروان لېږل غواړي. په دغه ځای کې نښتې لا هم ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1D0rn
انځور: Jure Makovec/AFP/Getty Images

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اگست میاشتې ۲۵مه) په مسکو کې ویلي دي چې د مرستو د دوهم کاروان د لېږلو په هکله په کیف کې حکومت ته خبر ورکړل شوی دی. زیاته شوې ده چې د مرستو دغه کاروان به پر هماغه لاره ولاړ شي چې تیره اوونۍ د مرستو لومړی کاروان پرې تللی وو.

د مرستو لومړنۍ کاروان چې په کې ۲۸۰ لارۍ شاملې وې د تیرې جمعې په ورځ د اوکراین د چارواکو د اجازې او په اصل کې د نړیوال سره صلیب د پلان شوې ونډې پرته له روسیې څخه اوکراین ته وواښت. دغه کاروان د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له لوري کنترولیدونکي ښار دنېسک، کې خالې کړای شو.

لاروف، په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.» لاروف هیله څرگنده کړه چې د سه شنبې د ورځې له پاره د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او پېترو پورو شینکو په پلان شوې لیدنه کتنه کې پر دې موضوع خبرې اترې وشي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا د دغې لیدنې کتنې موخه دا ده چې له اوکراینیانو سره یوه توافق ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي.

پولې ته څیرمه نښتې

د اوکراین د معلوماتو له مخې د دوشنبې په ورځ د روسیې پولې ته څیرمه سختې نښتې رامنځ ته شوي دي. د اوکراین د پوځ ویاند لیونید ماتیوکین، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د ماریوپل، ښار ته څیرمه شاوخوا ۵۰ روسې زرې موټرې د اوکراین خاورې ته ننوتي دي. د ماریوپل صنعتي ښار د روسي پولې په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

فرانسوي اجیر سرتيري سیمي ته د تگ په حال کې

په عین وخت کې الکساندر ساخارچنکو، چې ځان «د دونېسک د خلکو د جمهوریت» ولسمشر بولي، ویلي دي چې گویا فرانسوي «پوځي سلاکاران» کړکیچ ځپلې سیمې ته پر لاره دي. د هغه په وینا په پام کې ده چې دغه «سلاکاران» به د حکومتي ځواکونو پر ضد جگړه کې بیلتون غوښتونکي ځواکونه تقویه کړي: «سبا به موږ د فرانسوي افسرانو ښه راغلاست ته ورځو. هغوی متخصصین دي او په جگړه کې زموږ مرستې ته چمتو دي.»

خو هغه په دې هکله نور معلومات ور نه کړه چې دغه فرانسوي متخصصین څوک دي او څو تنه یې دونېسک ته ورځي. خو نوموړې له دې مخکې اعتراف وکړ چې د بیلتون غوښتونکو په لیکو کې «صربیان او سویسیان» موجود دي چې هغوی د « اروپایی او سوسیالیستي ایدال» له پاره مبارزه کوي.

د ساخارچنکو د معلوماتو له مخې په تیرو ورځو کې د دنېسک، په اطرافو کې د جگړو په ترڅ کې په سلگونو اوکرایني عسکرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. خو هیڅ کومې آزادې سرچینې د هغه ادعاوې تائید کړي نه دي.