1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې او امريکا د امنیت شورا غونډه لغوه کړه

۱۳۹۵ شهریور ۲۷, شنبه

امريکا روسیې ته خبردارۍ ورکړی دی تر څو چې د سوریې تر محاصرې لاندې سیمو ته بشري مرستې نه وي رسیدلي د دواړو هیوادونو تر منځ به بالقوه پوځي همکارۍ عملي نه شي. ټاکل شوی وه دواړه هیوادونه د امنيت په شورا کې سره وويني.

https://p.dw.com/p/1K44q
Syrien Zivilbevölkerung in Aleppo
انځور: Reuters/A. Ismail

ټاکل شوی وه چې د جمعې په ورځ وروسته له غرمې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو په سوریه کې د ماتیدونکي اوربند د ستونزو په هکله غونډه کړی وای، خو په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير ویتالي چورکين، ویلي دي چې دغه ناسته په وروستیو دقیقو کې لغوه شوه. چورکين وویل چې دغه غونډه ځکه لغوه شوه چې امريکا متحده ایالاتو د هغه څه له دقیق افشا کولو سره بې علاقه ګي وښودله چې په اسنادو کې پرې موافقه شوې وه.

تېره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې د کړکیچ په هکله پر یوې ګډې طرحې موافقه کړی وه. دغه موافقه د سوریې د پنځه کلن بحران له پاره «وروستۍ جانس» بلل کیږي.

چورکين د دې موضوع د وضاحت په ترڅ کې وویل: «دغه ناسته به ترسره نه شي او په قوي احتمال موږ به د امنيت د شورا له خوا پریکړه لیک ونه لرو، ځکه چې امريکا متحده ایالات نه غواړي هغه اسناد چې موافقه پرې شوې د شورا غړو ته وړاندی کړي. له همدې امله موږ باور لرو چې موږ نه شو کولی له دغو هیوادونو څخه وغواړو چې د هغو انسادو ملاتړ دې وکړي چې دوی نه وي ليدلي.»

په واشنګټن کې بیا یوه امريکايې چارواکي ویلي دي چې د امنيت شورا ناسته لغوه شوه، ځکه روسيې کوښښ کاوه چې امريکا مجبوره کړي د سولې موافقنامه علني کړي. هغه وویل: «متحده ایالات به د روانو عملیاتو د امنيت په هکله سازش ونه کړي.»

د اوربند ماتیدل

روسیې چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد کليدي ملاتړې ده تیره اونۍ وویل چې هڅه کوي روان اوربند د نورو ۷۲ ساعتونو له پاره وغځوي. د تیرې اونۍ د دوشنبې ورځې اوربند وروسته تر هغې عملي شو چې روسیې او امریکا دوه ورځې مخکې تر هغې یوې موافقتنامې ته لاس رسې پيدا کړی وو.

سره له دې هم تیره اونۍ دغه اوربند څو واره مات شوی دی. د اوربند سربېره د بشري مرستو انتقال ترسره نه شو او د دغه هیواد په ځینو برخو کې نښتې رامنځه شوې، چې په پایله کې یې د جمعې په ورځ د دوو ماشومانو په ګډون دری تنه ملکیان ووژل شول.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپلو امنيتي سلاکاروانو سره د ملاقات پر مهال په سوریه کې د اوربند سربیره د حکومت تر محاصرې لاندي سیمو ته د بشري مرستو رسونې بر وړاندې د برتو خنډونو په اړه اندیښنه وښوله.

سپينې ماڼۍ په یوه بیانیه کې ویلي دي چې اوباما «ټینګار کړی دی چې امریکا متحده ایالات به په موافقتنامه کې ذکر شوي نور ګامونه تر هغې پورته نه کړي، تر څو چې په راتلونکو اوو ورځو یعنې اونۍ کې تاوتریخوالي کم او بشري مرستو ته د لاسرسي زمينه مساعده نه شي.»

په همدې منځ کې یوه روسي پوځي چارواکي ویلي دي چې مسکو کوښښ کوي چې په سوریه کې اوربند دری ورځې نور هم ادامه پيدا کړي. دغه روسي چارواکي په عین وخت کې امريکا متحده ایالاتو ته خبردارۍ ورکړی دی چې پر یاغیانو دې فشار واچوي، تر څو اوربند ماتولو ته د پای ټکې کیږي.