1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

روسیې د امریکایي الوتکو د ویشتلو ګواښ کړی

۱۳۹۶ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

امریکا په لومړي ځل د سوریې یوه جنګي الوتکه ویشتلې ده او ایران بیا پر سوریې باندې بالیستیک توغندي توغولي دي. روسیې بیا ګواښ کړی چې د فرات په لویدیځه سیمه کې به امریکایي الوتکې وولي.

https://p.dw.com/p/2ezd9
Jordanien IS Syrien Kampfjet US Symbolbild
انځور: picture-alliance/AP Photo// Maya Alleruzzo

روسیې د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې هغه امریکایي الوتکې به چي د فرات سیند په لویدیځه برخه کې پرواز کوي، خپل هدف وګرځوي. مسکو دا هم ویلي دي چې هغه اړیکه چې له امریکا متحدو ایالاتو سره د سؤتفاهم د مخنیوي له پاره رامنځ ته شوې اوس په موقتي توګه بندیږي. دغه پریکړه تر هغه وروسته شوې چې امریکا د سوریې یوه جټ الوتکه وویشتله.

پنتاګون ویلي دي چي امریکايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ یوه سوریایي جټ الوتکه ویشتلې ده. زیاته شوې ده چې دغه الوتکې تر پیښې مخکې پر هغو ځواکونو باندې بمبارۍ کړې وې چې د اسلامي دولت پر ضد جنګږیږي او امریکا يې ملاتړ کوي.

سوریې او روسیې د امریکا متحدو ایالاتو دغه عمل د سوریې د خپلواکمنۍ تر پښو لاندي کول او د تعرض یو عمل بللی دی.

د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د ملګر ملتونو د یوه قانوني غړي هیواد پر ضد د امریکا متحدو ایالاتو د الوتکو وار وار پوځي اقدامات، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې په پلمه کیږي، د نړیوالو قوانینو واضیح تر پښو لاندي کول دي. دا په حقیقت کې پر سوریې باندې پوځي تعرض دی.»

روسیه د سوریې رژیم په ملاتړ په سیمه کې الوتکې، ځمکني ځواکونه او پر مختللي هوایي دفاعي سیستمونه لري.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې هڅه کوي له روسیې سره اړیکه بیا ټینګه کړې او د دغه شان پیښو مخه په راتلونکې کې ونیسي. امریکایي چارواکي وایي چې هغوی د سوریې رژیم الوتکه د «خپلو متحدو ځواکونو د دفاع په موخه ویشتلې ده». امریکا له دې سره د سوری دیموکراتیکو ځواکونو ته اشاره کړې ده چې د کردي او عربي ملیشو یو ایتلاف دی.

د امریکا د مرکزي قوماندې په یوې بیانیه کې راغلي دي: «ایتلاف د سوریې رژيم، روسیې او یا هم د رژیم د پلوي ځواکونو پر ضد نه جنګیږي. خو موږ به د هر ډول ګواښ پر وړاندي د ایتلاف او د هغوی د متحدو ځواکونو په دفاع کې ځنډ ونه کړو.»

د سوریې جټ الوتکه په داسې حال کې ویشتل کیږي چې ایران پر سوریې باندې بالیستیک توغندي توغولي دي. ایران ویلي دي چې له دې سره یې د سوریې په دیر الزور سیمه کې د اسلامي دولت ډلې په نښه کول ول.