1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په م.م. کې د سوریې په اړه د روسیې نوی پریکړه لیک

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۴, پنجشنبه

روسیې په سوریه کې د بشري ناورین په اړه د لویدیځ او عربي هیوادونو له ملاتړ څخه د برخمنو اقداماتو د ویټو کولو د گواښ وروسته، اوس خپله په ملگرو ملتونو کې یوه مسوده وړاندې کړې ده.

https://p.dw.com/p/1B7sy
انځور: Str/AFP/Getty Images

د یوې دیپلوماتیکې سرچینې د معلوماتو له مخې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویل شوي دي چې په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویټالي چورکین، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا نورو څلورو غړو ته چې له امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې، فرانسې او چین څخه عبارت دي، د سوریې د کړکیچ په اړه یوه مسوده وړاندې کړې ده.

د دغه نوې مسوده موخه دا ده چې د سوریې ملکي کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځ ته شي او ویل کیږي چې د دغې مسودې نور ټول مواد د لویدیځو او عربي هیوادونو په ملاتړ له وړاندې شوې مسودې څخه رااخیستل شوي دي. خو له دې سره سره هم له دغه مسودې څخه د مخکنې مسودې هغه شرط لیرې کړای شوی دی چې د بشارالاسد د حکومت د استعفا غوښتنه کوي.

د نوموړي دیپلومات د وینا له مخې په پام کې ده چې د امنیت شوری غړي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري د میاشتې ۱۳مه) سره راغونډ شي ترڅو د دغو دواړو مسودو متنونه سره مقایسه کړي.

د نوموړي دیپلومات له قوله زیاته شوې ده: «داسې ښکاري چې روسان دې خبرو اترو ته چمتو وي.»

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پنځه غړي په دې هڅه کې دي چې د سوریي د حمص ښار چې په جگړه کې راگیر دی، کلابندۍ ته د پای ټکی کښیږدي. همداشان د امنیت شورا غواړي چې د سوریې په نورو ښارونو کې هم د بشري مرستو په لاس رسي کې ښه والی رامنځ ته شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف د ملگرو ملتونو د اصلي مسودې پر متن باندې له دې امله نیوکه کړې وه چې په هغې کې په جگړه ځپلي هیواد سوریه کې د مخ پر زیاتیدونکي ترهګریزو ګواښونه ته اشاره نه ده شوې او دغه راز د بشارالاسد رژیم د گوښه کیدو له پاره یو ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

د لویدیځ مشران چې د سوریې له اپوزیسیون سره متحده دي، د سوریې د کورنۍ جگړې پر مهال د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ پر سر د ټینگار له امله په مسکو انتقاد کړی دی. روسیه چې د امنیت د شورا دایمي غړی دی او د ویټو حق لري، د بشارالاسد د رژیم پر ضد څو وارې د پریکړه لیکونو مخه نیولې ده.

د بشري ناروین وضعیت لا پسې خرابیدل

په سوریه کې بشري ناورین ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی. په سویس کې د سوریې د حکومت او اپوزیسیون استازي پر دې نه دي توانیدلي چې د سولې په خبرو اترو کې پرمختگ وکړي. د سوریي وگړي د حمص په شان ښارونو کې کلابند پاتې شوي دي، چې په اوسني وخت کې له دغه ښار څخه د هغوی د راایستلو لړۍ ادامه لري. په ټوله سوریه کې خلک د خوراکي توکو او دارو درملو له کموالي سره مخامخ دي.

د سوریې وسلوال کړکیچ چې د ۲۰۱۱م کال د مارچ میاشتې راهیسې پيل شوی دی، د کور دننه د میلیونونو انسانانو د بې ځایه کیدو سبب شوی او شاوخوا دوه میلیونه د سوریې اوسیدونکي په منځني ختیځ کې نورو گاونډیو هیوادونو ته کډه شوي دي چې د دغو هیوادونو پر خپلو منابعو باندې یې فشار راوړی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي دي چې د جنوري د میاشتې د ۲۲ نیټې راهیسې د سولې د پیل شوو خبرو اترو په ترڅ کې په سوریه کې د نورو وختونو په پرتله ډیری انسانان وژل شوي دي. د دغه ټولنې د خپلې ارقامو له مخې په تیرو دریو اوونیو کې په اوسط ډول هره ورځ ۲۳۶ تنه وژل شوي دي.