1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د شمالي کوریا له کبله امریکا ته ګواښ وکړ

۱۳۹۶ فروردین ۲۸, دوشنبه

روسیې د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته په راتلونکې کې پر شمالی کوریا باندې د یو اړخیزه برید کولو له کبله ګواښ وکړ. تر دې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر وویل چې د شمالي کوریا پر وړاندې د ستراتیژیکې حوصلې دوران پای ته رسیدلی.

https://p.dw.com/p/2bLNT
Russland Treffen von Lavrov, Javad Zarif  und Muallem in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف، په مسکو کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «دا له خطرونو یوه ډیره ډکه لار ده.»

هغه زیاته کړه: «موږ د پیانګیانګ له خوا د اتومي توغندیو هغه بې احتیاطه عملونه نه منو چې د ملګرو ملتونو د اعلامیو خلاف دي، خو دا په دې معنی نه ده چې سړی کولای شي نړیوال قوانین مات کړي.»

روسي وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «زه هیله لرم چې کوم یو اړخیزه عمل ترسره نه شي، لکه موږ چې په وروستیو وختونو کې د سوریې په اړه ولید.»

پنس د دوشنبې په ورځ شمالي کوریا ته ګواښ کړی وو چې د ترمپ تصمیم نیونه و نه آزمويي او روښانه کړې یې وه چې ټول انتخابونه د میز پر سر دي ترڅو د شمالي کوريا د اتومي پروګرام مخه ونیول شي.

پر ګواښونو سربیره شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ د توغندي یوه ناکامه آزموینه وکړه. اوس په دې اړه انديښې موجودې دي چې شمالي کوریا کیدای شي شپږمه اتومي آزموینه ترسره کړي.