1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې په حلب ښار کې لنډ اوربند اعلان کړی

۱۳۹۵ مرداد ۲۱, پنجشنبه

روسیې په حلب ښار کې د مرستندویه موټرو رسیدو په موخه د درې ساعته ورځني اوربند اعلان کړی دی. له بلې خوا په دې ښار کې له بیلري او کیمیاوي بمونو څخه د استفادې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Jfqy
Syrische Armee Soldaten Aleppo
انځور: Getty Images/G.Ourfalian

روسیې ویلي دي چې د سوریې په حلب ښار کې به د درو ساعتونو له پاره د مرستندویه موټرو د رسیدو په موخه اوربند پلي کړي. لا تر اوسه پورې د دې په اړه رپوټونه په لاس کې نه شته چې دغه اوربند پیل شوی دی او که نه. اوربند باید په سیمه ییز وخت د سهار پر اوو بجو پیل شوی وای.

روسیې د چهار شنبې په ورځ ویلي وو چې ځواکونه به یې هره ورځ د درو ساعتونو له پاره ډزې و نه کړي. روسیه په سوریه کې د بشاالاسد د ځواکونو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو ویلي دي چې دغه درې ساعته اوربند د مرستو د رسولو له پاره بسنه نه کوي. دې سازمان د خوراکي توکو او بشري مرستو د رسولو له پاره د یوه ۴۸ ساعته اوربند غوښتنه کړې وه.

په وروستیو ورځو کې د سوریې په حلب ښار کې جګړه توده شوې ده او په کې ښکیل دواړه اړخونه غواړي چې په دغه جګړه کې لا ډیرې لاس ته راوړنې ولري.

له کلورین ګاز او بیلري بمونو څخه استفاده

د سوريي د حلب ښار په جګړه کې د بیلري بمونو او کولرین ګاز د استفادې په اړه تازه راپورونه خپاره شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ یوه روغتون او د ملکیانو د ساتنې یوې ډلې د بیلري بمونو او کلورین ګاز د استفادې له کبله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه ورکړي دي.

په حلب ښار کې د القدس روغتون مشر حمزه خاطب، وویل چې د کلورین د ګاز د استعمال په پایله کې څلور کسان وژل شوي او ۵۵ تنه نور ټپیان دي. خاطب زیاته کړه چې د راتلونکو څیړنو له پاره به د بیلري بمونو پاتې شوې برخې او د قربانیانو د کالیو ټوټې وساتي.

د یاغیانو تر ولکې لاندې د حلب ښار اړوند د زبیدیه په سیمه کې د سوريې د ملکيانو د دفاع ډلې وویل چې بیلري بمونه چې کیمیايي مواد هم پکې کارول شوي وو پر ښار باندې غورځول شوي او په پایله کې یې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

حکومتي او د حکومت ضد ځواکونو د کیمیاوي بمونو کارول رد کړي دي. د کیمیايي وسلو د مخنیوي ادارې د ۲۰۱۵ کال په پای کې په لومړي ځل په دې جګړې کې د سلفر لرونکو کیمیايي موادو کارول تایید کړي وو.

د حلب ښار په شرقي برخو کې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان د حکومتي ځواکونو تر تهدید لاندې دي. له ۲۰۱۲ کال راهیسې حلب د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ ویشل شوی دی.

د جولای په میاشت کې حکومتي ځواکونه وتوانیدل چې د دغه ښار هغه برخه تر خپلې محاصرې لاندې راولې چې د یاغیانو په کنترول کې ده. په دې ترتیب سره نو د دغو سیمو اړیکه د سوریې له هغو برخو له وشلیده چې یاغیان په کې حاکم دي.

ولسمشر اوباما ته د ډاکټرانو لیک

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، ته په یوه لیک کې د حلب په ختیځه برخه کې ډاکټرانو واشنګټن په د حلب د محاصرې د ماتولو او آن د ملکیانو د ساتنې په برخه کې د اقداماتو په نه کولو تورن کړی دی.

تیره میاشت په حلب کې یوازې په یوه ورځ پر څلورو روغتیايي مرکزونو او د وینې پر یوه بانک هوايي بریدونه وشول. ډاکترانو وویل چې تیره میاشت په سوریه کې پر روغتیايي مرکزونو ۴۲ بریدونه شوي.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل