رومانيا، اروپايي ټولني ته د صربستان کانديدل بايکاټ کړل
۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبهاعلان
له تمه برخلاف رومانيا د اروپايي ټولني دا فيصله بايکاټ کړه، چي غوښتل ئې صربستان په ټولنه کښي د شموليت د کانديدو موقف پلاس راوړي.
د اروپايي ټولني د ۲۷هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په بروکسل کښي که څه هم د خپلي ليدني کتني پر مهال وويل چي سبا پنجشنبه به په خپله ناسته کښي د صربستان د کانديدو مشوره ورکوي، خو ټولو دې خبري ته مثبته رايه ورنکړه.
که څه هم صربستان د اروپايي ټولني د غړيتوب ګرده شرايط پوره کړي دي، خو په صربستان کښي د رومانيايي اقليت- ولاشن پر سر اختلاف موجود دئ. د رومانيا خارجه وزير په تعجب آواره ډول سره وغوښتل چي په صربستان کښي دي ۳۰۰۰۰ ولاشن د اقليت په حيث وپيژندل سي او دفاع دي ځني وسي.