1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رومانيا او بلغاريه د روغتياپالانو د کمبود سره مخامخ ده

۱۳۸۹ آبان ۳۰, یکشنبه

د ختيځي اروپا څخه په زياتيدونکي ډول سره دروغتياپالني پرسونل جرمني اويادلويديزي اروپا نورو هيوادو ته دکار دپاره راځي . دا ددې سبب کيږي چي په هلته دروغتياپالانو ،خصوصاً زړوخلګو دپاللو دپرسونل کمښت رامنځته سي

https://p.dw.com/p/QEkh
انځور: DW/Afraa Mohamad

دغه روغتياپالان لويديزو هيوادونوته ددې لپاره ځي چي هلته هم دکار شرايط بهتره دي اوهم ډيري پيسې اخلي .

زوړوالي هيڅ چيري ښه نده، په جرمني کي هم زوړوالی سخت دی، خو په رومانيه کي يې سختي نوره هم ډيره ده . دخلکو دتقاعد پيسې کمي ، او دژوندانه سطحه ټيټه ده ،اوکه يو څوک سربيره پردې يوازي وي، اوروغتيا پاللو ته ضرورت ولري نو انديښنۍ يې ډيري زيادي وي . خصوصاً په رومانيه کي دروغتيا پالني دپرسونل شمير ډير کم دی .

درومانيې دروغتيا پالانو د« زانيتاس» نومي ټولني مشر ليونارد بارشکوپدې اړه وايي،

«يوازي همدا سږکال موږ د20 او 25 زرو ترمنځ روغتياپالان کم لرو. ددې اصلي علت دادی چي رومانيايي روغتيا پالان خارجي هيوادوته ځکه ځي چي هلته ډيري پيسې ګټي او دکارشرايط هلته بهتره دي .»

باراشکو دکار دپاره دخپلو وطنوالو له بل ځای ته تللو څخه له کلونو راپديخوا شکايت کوي او وايي :

« دوی هرچيري بارسلونا، مادريد، هسپانيې ، او فرانسي او ټولو هغو ځايوته ځي، چي ژبه يې اسانه زده کولای سي . ددې رنځ درومانيي زاړه خلک وړي چي تقريباً هيرشوي، او ددې ناوړه حالت ګاللوته مجبوره دي . موږ اوحکومت دې حالت ته رڼي رڼي ګورو اوڅشي مو د لاسه نه کيږي . »

ليونارد بارشکو وايي چي ددوی په خپل هيواد کي د ډيرو پيسو دګټلو امکانات نسته او زياتوي ،

« داسي روغتيا پالان سته چي په مياشت کي د150 او 200 يورو ترمنځ ګټه لري، چي په هغه باندي نه سړی په ښار اونه په کلي کي سم ژوند کولای شي .

له هغو هيوادونوڅخه چي روزل شوي روغتياپالان بل ځای ته ورڅخه ځي، نه يوازي له ټولنيزه پلوه تش ځای پريږدي، بلکه کورنۍ يې هم ټوټې ټوټې کيږي .داعموما د35 او40 کلنوترمنځ ښځي دي چي په موقتي ډول خپل ميړونه او اولادونه پريږدي چي په خارجي هيوادوکي کار وکړي اودکورنۍ دژوندانه لپاره پيسې وګټي . البته چي داستونزه په بلغاريي کي هم سته .»

Altenpflegerin Krankenschwester Alte Menschen Flash-Galerie
انځور: Fotolia/Alexander Raths

وسکا انګليوا په «داروينيڅا»کي دټولنيزو چارو کارکونکې ده ، داونيڅا دصوفيې دښار له ټولو څخه دزړو لوی استوګنځی دی . دا خپله تصور نسي کولای چي دډيرو پيسو لپاره به کوم بل چيري ولاړه شي . خو دخپلو دوستانو ترمنځ ډير دغسي کسان پيژني دا وايي:

« زما يوه ملګرې چي دوه اولاده لري دکارلپاره يونان ته تللې ده . داولاد ساتنه يې ميړه کوي . دوی دصوفيې ښارته نژدې اوسيږي، او دغه ښځه هره مياشت کورته پيسې رااستوي . خو زماپه نظر دماشومانو لپاره داکفايت نکوي ځکه هغه څه چي داولاد لپاره مهم دی دمورحضوردی . »

البته چي په بلغاريه کي درومانيې په شان دزړو دپالني پرسونل کم ندی، خو په همدغه لوري وده هلته هم ليدله کيږي . ولي چي بلغاريايي ډاکتران پدې منځ کي زيادتره دامريکا متحده ايالتونو اوکاناډا ته ځي، او دپرستارانو شمير هم ورځ په ورځ په بلغاريه کي کميږي .

يورګ/ / رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري