1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روهنگيا مهاجر په کښتيو کي سرگردانه دي

۱۳۹۵ آذر ۸, دوشنبه

په میانمار کې له زور زیاتي څخه د بنګله دیش پر لور تښتېدلو مسلمانانو اته کښتۍ بیرته میانمار ته استول شي دي.

https://p.dw.com/p/2TNe4
Bildergalerie - Thailand schleppt Flüchtlingsschiff auf das offene Meer zurück
انځور: Getty Images/Afp/C. Archambault

د بنګله ديش سرحدي ګارد د دوشنبې په ورځ د خپل هیواد سرحدي قلمرو ته د یو شمیر کښتيو د ورتگ مخه ونیوله. ویل کیږي چې د دغو پناه غوښتونکو مسلمانانو د مرستې په اړوند د اپوزیسیون پر غوښتني سربیره له میانمار څخه بنګله دیش ته په کښتيو کې راتلونکي کسان بیرته میانمار ته استول شوي دي.

د دوشنبې په ورځ (د نوامبر میاشتې۲۸) د ناف سیند له لاري په میانمار کې له «راکهین» ایالت څخه چې ویل کیږي مسلمانان پکښې ربړول کیږي، اته کښتۍ د بنګله دیش پر لور روانې شوې وې، دغه کښتۍ بیرته د میانمار پر لور لېږل شوي دي.

د بنګله دیش د سرحدي گارد یوه جنرال ابوزر الذاهد، ویلي دي چې دغو کښتيو د تکنف سیمې ته د ننوتلو هڅه وکړه چې دغه کوښښ د دوی د ځواکونو له خوا ناکامه کړل شو. د زاهد په خبره په هره کښتۍ کې له ۱۲ تر ۱۳ تنو پورې مسلمانان سپاره ول.

د ډاکا حکومت په حواله د بنګله دیش سرحد ته نږدې په زرونه روهنګيا مسلمانان د دغه هیواد له سرحد څخه د اوښتو له پاره را ټول شوي دي. د نړیوالو پر غوښتني سربیره د ډاکا، حکومت خپل هیواد ته د دوی د ننوتلو مخه نیسي. بنګله دیش هم د میانمار له حکومت څخه غوښتي دي چې د دغو کسانو د مهاجرت مخه ونیسي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې په تیرو دوو اونیو کې د بنګله دیش سرحدي ګارد خپل هیواد ته د زرونو روهنګیانو د ننوتلو مخه نیولې ده. په دغو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شامل ول.

د بنګله دیش د اپوزیسیون مشرۍ خالده ضیاء د یکشې په ماښام غوښتنه وکړه چې روهنګي مسلمانانو ته دې پناه ورکړل شي. له تیرې یوې میاشتې راهیسې د میانمار په راکهین ایالت کې د زور زیاتي د روانو پیښو له امله لږ تر لږه ۳۰۰۰۰ روهنګيا مسلمانان بې کوره شوي دي.

نور مطالب: