1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روهيال: د علامه رشاد خپرندويي ټولني هدف د پښتو ژبي غني کول دي

۱۳۹۰ فروردین ۱, دوشنبه

قدرمنو لوستونکو د فرهنګي هڅو د خپروني په دې اونۍ کي په کندهار کښي د علامه رشاد خپروندويه موسسې مسؤل ښاغلی مطيع الله روهيال په يوه مرکه کي در پيژنو.

https://p.dw.com/p/RB7g
مطيع الله روهيال
مطيع الله روهيالانځور: DW

مطیع الله روهیال، د کندهار ښار اوسېدونکی او په کندهار کې د علامه رشاد خپرندویه موسسې مسؤل دی.

دويچه ويله: د کله راهیسي مو کتاب خپرولو ته مخه کړې؟

روهيال : په ۱۳۸۳ کال کې چي رشاد صاحب مرحوم لا ژوندی و، هغه مهال ما د دوی په نامه باندي دا خپله خپرندویه ټولنه وبلله، البته د دوی په مشوره باندي، نو د هغه وخت څخه چې تقریباً شپږ کاله کیږي ما د کتاب چاپولو او خپرولو کار را رپیل کړی دی.

دويچه ويله: په کومو اړخونو او موضوعاتو کي کتابونه خپروئ؟

روهيال: په عمومي ډول زموږ د خپرندويي ټولنې د کار هدف د پښتو ژبې د غنا په موخه را پیل شوی دی، نو د پښتو ژبي په اړه چي هر علمي اثر او یا بل هر داسي اثر چي هغه زموږ پښتنو وړونو یا پښتوژبي پر غنیمتوالي يو څه ور اضافه کوي، دغسي هر اثر چاپوو، خو یوه خبره چې د یادونې وړ ده، دغه کتابونه چې ما یې یادونه وکړه، دا د خپرندويي ټولني په خپل مالي لکښت باندي چاپیږي، که نور کسان وغواړي چي هره برخه کي کتابونه چاپ کړي موږ يي ورته چاپوو.

دويچه ويله: تر اوسه مو څو سرلیکه کتابونه په کومو، کومو موضوعاتو کي چاپ کړي دي؟

روهيال: په عمومي ډول زموږ د کتابونو شمېر د عنوانونو په حساب پنځه څلويښتو ته رسېدلی چي اخري کتاب يې پرون ما چاپ ته واستوی، خو تر اوسه لا چاپ سوی نه دی، د پښتو او فارسي ژبي په اړخ کي کتابونه چاپ سوي دي، د موضوعاتو په لحاظ د پښتو ادب تاریخ، د پښتو ‌ژبي تاریخ او د کلتور په برخه کي، ځيني فرهنګي کتابونه، شعري ټولګي او ځیني ناولونه هم پکښي د یادولو وړ دي.

دويچه ويله: تاسو په نظر کي لرئ چي ښځینه ښراوي په کتابي بڼه چاپ کړئ، که په دې اړه زموږ لوستونکو ته مالومات ورکړئ؟

روهيال: د پښتو ښراوو په اړه موضوع یو څه موده مخکي زما په ذهن کي را وګرځېده، خو تر دې مهاله پورې بشپړه نه ده، دا چي د پښتو ښراوي زموږ د شفاهي ادب یوه برخه جوړوي، ما د پښتو شفاهي ادب په باب هغه کتابونه چي ما لاس رسی ورته درلودی وپلټل، دې موضوع ته چندان اشاره نه وه سوې، ما تر خپله وسه ځيني څېړني د ځینو دوستانو او مشرانو په ملګري را پیل کړي چي اوس نسبتاً یوه کوچنۍ رساله ځیني جوړه سوې ده، چي یو څو برخي یي د کندهار په طلوع افغان ورځپاڼه کي هم چاپ سوي دي، خو که خدای کوله دغه موضوع د ځینو نورو ملګرو په همکاري باندي نوره هم پراخه سوه، کېدای سي یو وخت یو کتاب ځيني جوړ سي او راتلونکو ته د یو پیغام په شکل پاته سي. دا به تمامېدونکی کار نه وي، نور کسان کېداي سي پر دې موضوع نوري زیاتوني وکړي، نوي، نوي خبرې پکښې رامنځته کړي.

دويچه ويله: ستاسو چاپ کړي کتابونه د موضوعاتو له مخه د نورو ټولنو سره څه توپير لري؟

روهيال: زما په نظر یو خو د لویه سره پښتانه ډيري پیسې نه لري او په ډېرو مشکلاتو کي ګير پاته دي، که یو پښتون غواړي چي کتاب چاپ کړي، زه وایم چي تر ټولو ښه خبره دا ده چي په انتخاب کي يې یو څه دقت وکړي، داسي یو انتخاب وکړي چي د پښتو ژبي، په عام ډول د پښتنو د کلتور او فرهنګ په ګټه یو کتاب وی، او بل ډول د کتاب د صحافت موضوع ده، زه وایم چي یو کتاب چاپیږي یو لیکوال یا شاعر انرژي په مصروفوي د هغه تر څنګ دغه خپرونکې ټولنه هم باید یو څه زیات مصرف په وکړي او د کاغذ او وقايې خیال يي وساتي، چاپي موادو ته يي پاملرنه وکړي، نو کېدای سي چي د نوري نړۍ په ډول نه بلکي نسبتاً هغه عامي ستونزي به یو څه راکمي سوي وي، نو دغه لاملونه دي چي زه يې د کتاب چاپولو پر مهال په نظر کي نیسم.

مرکه کونکی: عزت الله اميد

کتونکی: نجيب الله زيارمل