1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوت:د منا په پيښه کې ۱۴۵۳ حاجیان مړه شوي

د اسوشیتد ّرس خبرِ آژانس۱۳۹۴ مهر ۱۸, شنبه

د یوه نوې رپوټ له مخې سږ کال د حج د مراسمو ادا کولو پر مهال په منا کې د رامنځته شوې گډوډۍ او ازدحام په پایله کې نږدې یو نیم زر حاجیان مړه شوې دي. دا د حج په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پيښه وه.

https://p.dw.com/p/1Gm4l
انځور: picture-alliance/AP Photo

د اکتوبر میاشتې په نهمه له متحده عربي اماراتو(دوبې) څخه د خبري آژانس اسوشیټډ پرس د رپوټونو پر بنسټ سږ کال د اسلام د پنځم رکن حج د مراسمو ادا کولو پر مهال نږدې یونیم زره حاجیان وژل شوې دي.

حج چې په نړیواله کچه د مسلمانانو تر ټولو لویه اجتماع ده د سپټمبر میاشتې په ۲۴ نیټه مکې ته نږدې په منا کې د جمراتو یا په عامه اصطلاح د «شيطان ویشتلو» د مراسمو د ادا کولو پر مهال په حاجیانو کې ټيل ماټیل رامنځته شو چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۴۵۳ تنه حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اسوشیټډ پرس دغه ارقام د مختلفو هیوادونو د چارواکو له خوا په رسمي ډول د حاجیانو د تلفاتو په هکله د خپرو شوو ارقامو د راټولو پر بنسټ خپاره کړي دي.

دغه رسمي ارقام د ۱۹ مختلفو هیوادونو له خوا خپور شوې دي. د AP خبري آژانس بیا دغه آرقام را ټول او د منا په پيښه کې د سعودي عربستان له خوا د خپرو شمیرو سره پرتله کړي دي. سږ کال د نړۍ له ۱۸۰ څخه د ډیرو هیوادونو مسلمانانو د حج په مراسمو کې د گډون له سعودي عربستان ته ورغلي ول.

د سعودي چارواکو په حواله سږ کال په منا کې د حاجیانو ترمنځ د رامنځته شوې ټيلماټل په نتیجه کې په مجموع کې ۷۶۹ تنه حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۴۳ تنه ټپیان شوې وو، په داسې حال کې چې د دغې پيښې په اړه تفصیلي څیړنې تر اوسه پورې پای ته نه دي رسیدلي.

د حج د مراسمو یوه صحنه
د حج د مراسمو یوه صحنهانځور: Reuters/A. Masood

سربیره پر دې اسوشیټډ پریس تیره ورځ(د اکتوبر میاشتې۹)لیکلي وو چې د منا په پيښه کې د ۱۴۵۳ تنه حاجیانو وژل کیدل تائید شوي دي. رپوټ زیاتوي چې دا د حج په تاریخ کې ځکه تر ټولو خونړۍ صحنه ده چې مخکې تر دې په ۱۹۹۰ کال کې هم د حاجیانو تر منځ د رامنځته شوې هلې گولې په پایله کې ۱۴۲۶ تنه حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د سپټمبر میاشتې په ۲۴ د منا په پيښه کې د مختلفو هیوادونو له خوا په رسمي ډول د دوی د تلفاتو شمیر په لاندی ډول خپاره شوې دي. ایران ۴۶۵، مصر۱۴۸، انډونیزیا۱۲۰، هندوستان۱۰۱، نایجیریا۹۹، پاکستان۹۳، بنگله دیش۶۳، سینیگال۵۴، بنین ۵۱، کیمرون۴۲، ایتهوپیا ۳۱، سوډان۳۰، مراکش۲۷، الجزایر۲۵، گانا۱۲،چاد۱۱، کینیا۸، ترکیه۳ او په مجموع کې ۱۴۵۳ تنه حاجیانو په دغه پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.