1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپورټ: القاعده د روسېې په نا امنیو کې لوړ لاس لري

۱۳۹۰ مهر ۹, شنبه

په امریکا کې د یوي تر سره شوې څیړني د پایلو رپورټ ښیې چې القاعده په روسیې کې اسلامپالو یاغیانو ته وسلې او پیسې ورکوي. د روسیې جنوبې سرحد ته څیرمه چې تقریبا په کې ټول مسلمانان پراته دي، هره ورځ دزې او چاودنې کیږي

https://p.dw.com/p/12jtB
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز له خوا په خپور شوي یوه رپورت کې راغلي دي چې دغه یاغیان چې د جګړي موخه یې د قفقاز د امارت تر نامه لاندې د یوه مستقل هیواد جوړول دي د القاعدي لخوا مخ په ډیریدونکي امکانات تر لاسه کوي.

د رپورټ لیکونکی، ګوردن هان، وایې چې په قفقاز کې د یاغیانو له نظره غوځول، به یوازی هیوادونه د بریدونو په وړاندي لا پسی اسیپ پذیر کړي. هغه زیاته کړې چې نړیوال او د متحده ایالاتو امنیت هم د ګواښ سره مخامخ دی.

«القاعدې په دین کې د جهادیزم د مفکوري په دننه کولو کې ډیر پیاوړی رول درلود او په چیجین او قفقاز کې یې یاغیانو ته مالي امکانات، پوځي روزني او د انسانې منابع په برابر کړي دي.»

روسیه 20 میلونه مسلمان نفوس لري چې څه نا څه نمایې یې د دغه هیواد په جنوب یعنی قفقاز کې اوسیږي. په روسیې کې د القاعدې انترنتې مجله چې انصار المجاهدین نومیږي تیر کال څرګنده شوه او په دغه هیواد کې له لسګونو نورو رسنو سره چې د یاغیانو پلویانې دي یو ځای شوه. دغه انترنتي مجله د یاغیانو لپاره د مرستو په ټولو کې ډير رول لري.

په خپاره شوي رپورت کې راغلې چې د یاغیانو پورې تړلې دغه رسانې د یاغیانو لپاره په منظمه توګه تبلیغ کوي.

د روسېې ولسمشر، دیمیتری میدویدوف، د دغه هیواد په جنوب کې ناامنۍ د روسېی تر ټولو مهمه امنیتي لومړیتا بللې.

که څه هم روسېې د دغه هیواد په جنوبې سیمو کې په پیلیونو ډالر د فقر سره د مبارزي په موخه لګولې ترڅو دغې سیمې کې ناامنۍ له منځه لاړه شي خو ناامنۍ کمې سوی خو لا نه دی بلکه د زیاتیدو په حال کې دي. دغه حالت اوس ديری منتقدین په دی نظر کړي چې په دغه سیمې کې د روسېې پالیسۍ د ناکامۍ سره مخامخ شوي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکې: عبدالباري حکیم