1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ:ايران د اټومي بم جوړولو لپاره کافي معلومات لري

۱۳۸۸ مهر ۱۲, یکشنبه

د ايران د اټومي پروګرام د يوي نوي څارني لپاره ، د اټومي انرژۍ د څارني د نړيوالي ادارې مشر، محمد البرداعي پرون ايران ته ورسيد...

https://p.dw.com/p/JxPh
د نړيوالي اټومي انرژۍ د اردارې مشر محمود البرادعي
د نړيوالي اټومي انرژۍ د اردارې مشر محمود البرادعيانځور: AP

دغه سفر وروسته له هغه کيږي، چي تيره اونۍ په ژنيف کي د امنيت د شورا پنځو دايمي غړو او آلمان د ايران د هستوي پروګرام له لوړپوړو مرکچيانو سره خبري وکړي.

د دغو خبرو اترو د پرمختګ په هکله د نړيوالي څارني ادارې پخواني مشر، هانس بليکس پرون د الجزيرې ټلويزون ته وويل:

« زه فکر کوم چي نوموړو شپږو دولتونو له ايران څخه ډير زيات څه نه دي غوښتي. هغوی يواځي همدومره وغوښتل چي څارنه بايد سمدلاسه بيرته پيل شي، او وروسته له هغي چي ايرانيانو په قم کي د يوی هستوي بټي له شته والي سره وويل چي د يوي څارني پر مخ د هغوي ور پرانيستي دی، زه فکر نه کوم چي دا دي ډير زياته د حيرانتيا خبره وي چي هغوي له يوي څارني سره موافقه کړي ده. خو اصلي پوښتنه دا ده چي آيا ايران به د يورانيم د شتمن کولو له پروګرام څخه په خپلو هستوي بټيو کي لاس واخلي که نه.»

په داسي حال کي چي دغي پوښتني ته ځواب لا تراوسه موندل شوي نه دي، د نيويارک تايمز ورځپاڼي پرون رپوټ ورکړ چي د اتمي انرژي د څارني د نړيوالي اداري يو محرم تحليل څرګندوي چي ګواکي ايران « په کافي اندازي معلومات لري ترڅو وتوانيږي چي يو اتمي کارورکونکي بم ديزان او توليد کړي.»

هغي ورځپاڼي د نه نومول شوو اروپايي چارواکو له خولي وويل، د څارني د نړيوالي اداري رپوټ په سرايزه کي راغلي دي چي د هغي نتايج مقدماتي دي او نورو شواهدو، په خاصه توګه د استخباراتي ادارو او همدا راز خپله د څارني نړيوالي اداري نور معلوماتو ته اړتيا ده چي د دي ادعا پخلي وکړي.

نيويارک تايمز وايي: خود دغه رپوټ نتايجو خپله پښه د امريکا متحده ايالاتو په شمول د نړي د حکومتونو د عامه دريځ څخه وړاندي ايښي ده. په 2007 کال امريکايي استخباراتي ادارو اعلان وکړ چي ګواکي تهران خپلي هغه هڅي درولي دي چي غوښتل يي په 2003 کال کي هستوي وسله جوړه کړي. خو په وروستيو مياشتو ګي برتانيا د فرانسي، آلمان او اسراييلو هغه يو دريځ سره يو ځاي شوي دي چي نوموړي نتيجه ردوي او وايي چي نه !، تهران بيرته خپل کار په دي لاره کي له سره پيل کړي دي.

نيويارک تايمز په خپل رپوټ کي زياتوي چي د متحده ايالاتو يو لوړ پوړي مقام تيره اوني وويل چي متحده ايالات د خپل 2007 کال پر نتايجو باندي له سره غور کوي.

د اتمي انرژي د څارني د نړيوالي اداري محرمه څيړنه کي چي نيويارک تايمز تري رپوټ ورکړي، دا نه دي ويلي شوي چي د ادعا له مخي د يو اتمي بم جوړولو لپاره د ايران آزمويني او کار څومره پرمختګ کړي دي. ايران تل دغه ډول ادعاوي ردي کړي او وايي چي د هغه هستوي پروګرام «يواځي سوليز» مقصد لري.

Hakim, Bar

کتونکی. زيارمل