1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: آلماني پولیس کیدای شي سلوانیا ته واستول شي

۱۳۹۴ آبان ۵, سه‌شنبه

یوې آلمانۍ ورځپاڼې ویلي دي چې آلمان غواړې سلوانیا ته خپل یو شمیر پولیس واستوي چې د کډوالو د کړکیچ په برخه کې مرسته وکړي. د سلوانیا هیواد اوس د ډیر شمیر کډوالو د راتگ له کبله له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Gupp
انځور: Reuters/L. Foeger

آلمانۍ رسنې «میتل دویچه څایتونګ» د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د آلمان د کورنیو چارو د وزیر ویاند دغه پلان تایید کړی دی. هغه ویلي دي: «دا واضحه ده چې موږ به وضعیت کې ښکیل یو.»

په عین حال کې د «میتل دویچه څایتونګ» رسنۍ ویلي دي چې د آلمان د پولیسو اتحادیې مشر یورګ رودیک، د دغه هیواد د پوليسو د ظرفیتونو څخه د ډیرې استفادې په هکله خبرداری ورکړی دی.

رودیک په سپتمبر میاشت کې هم یو ورته خبرداری ورکړی وو او ویلي وو چې د آلمان فدرال پولیس خپل حد ته رسیدلي دي.

د بالکان هیوادونو ملاتړ

دغه رپوت د یکشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې تر یوې بیړنۍ غونډې وروسته خپریږي. د دغې غونډې هدف د بالکان له هغو هیوادونو سره مرسته کول وو چې د ډیر شمیر کډوالو له راتګ سره مخامخ دي.

په دې غونډه کې د اروپايي هیوادونو یو شمیر مشران، د سربیا، مقدونیې او البانیا هیوادونو استازو سره پر یوه ۱۷ ماده لرونکي پلان باندې موافقه وکړه چې له مخې به یې د بالکان له هیوادونو سره د کډوالو کړکیچ سره د مبارزې په موخه مرسته وکړي.

تر غونډې وروسته د اروپایي کمیسیون مشر ژان کلاوده یونکر، وویل چې د یوې اوونۍ په جریان کې به ۴۰۰ پولیس واستول شوي او پر دې سربیره به د اروپایي ټولنې د پولو ساتلو اداره یا «فرانتیکس» پر نوو کارکوونکو سمبال شي.


سلوانیا له ستونزو سره مخامخ ده

تر هغه وروسته چې هنګري له کرواسیا سره خپله پوله وتړله، د سلوانیا هیواد ته تر ۷۰۰۰۰ ډیر کډوال ورسیدل. دغو کډوال اوس د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته د رسیدو خپله یوازینې لار سلوانیا بولي.

هنګري همداراز له سلوانیا سره پر خپله پوله اضافي ځواکونو پر دنده وګومارل چې له کبله یې سلوانیا تر لا ډیر فشار لاندې راغلې ده.

اروپايي ټولنه په داسې حال کې د کډوالو د کړکیچ د کنترول په موخه پر سختو اقداماتو لاس پورې کوي چې د هوا د سړښت له کبله کیدای شي اروپایي ټولنې غړې هیوادونو ته پر لاره کډوال له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي.