1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: آلمان غواړي تر ۱۲۵۰۰ زیات افغان مهاجر وباسي

۱۳۹۵ آبان ۲۷, پنجشنبه

په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو سره سره، د آلمان حکومت په دې هیواد کې مېشت تر ۱۲۵۰۰ زیات افغانان بیرته خپل هیواد ته لیږل غواړي. دغه رپوټ یوې آلمانۍ ورځپاڼې ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2SoAL
Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/D.Maurer

د «نویې اوسنا بروکر څایټونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت اټکل کوي چې په دې هیواد کې د اوسیدونکو ۲۴۷ زره افغانانو پنځه سلنه باید له دې هیواد څخه ووځي. نوموړې ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ دغه (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۷مه نېټه) رپوټ د آلمان د کیڼ گوند د یوې پوښتنې ته د ځواب په حواله ورکړی دی.

د رپوټ له مخې د دغه اقدام په دلیل کې ویل شوي دي چې د افغانستان د سترو ښارونو په مرکزونو کې امنیت ډاډمن دی. دغې ورځپاڼې د کورنیو چارو د وزارت په نقل قول ویلي دي: «په ټول هیواد کې د امنیتي وضعیت خرابیدل نه شي تائیدیدای.»

انفرادي ارزونه

زیاته شوې ده چې پر دې سربیره د آلمان د کډوالو او مهاجرو چارو اداره (Bamf) د هر پناه غوښتونکي عریضه په انفرادي ډول څیړي او دا ارزوي چې د پناه غوښتونکي له پاره څه ډول خطرونه شته. د دغه رپوټ له مخې په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې ۲۷ هغه افغانان چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده بیرته خپل هیواد ته استول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمیر یوازې نهه تنه وو.

د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوند استازې اولا ېلپکه، د آلمان له حکومت څخه غوښتي وو چې هیڅ کوم انسان افغانستان ته چې د کورنۍ جگړې له خطر سره مخامخ دی وا نه استوي. د هغې په خبره دغه بیرته استول به د اغیزمن شوي کس له پاره «د مرگ د سخت خطر او بې مسوولیتوب» په معنی وي.

په تیرو ورځو کې په افغانستان کې څو چاودنو ترینگلې وضعیت لا پسې خړ پړ کړ. د چهارشنبې په ورځ پلازمېنه کابل کې یوه ځانمرگي برید کوونکي یو دولتي موټر په نخښه کړ چې په پایله کې یې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل شول او تر لسو زیات ټپیان شول. د تیرې شنبې په ورځ د کابل په باگرام کې د امریکایي عسکرو په اډه کې یو ځانمرگی برید تر سره شو چې څلور امریکایي اتباع یې ووژل. د دغه برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې وه.

د تیرې پنجشنبې په ورځ هم طالب جنگیالیو په په مزار شریف کې د آلمان قونسلگري په نخښه کړه. په دغه چاودنه کې هم لږ تر لږه شپږ تنه ووژل شول او تر ۱۳۰ زیات ټپیان شول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.10.2016):