1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: اروپايي پولو ته د زرونو مهاجرو د بیا راتلو امکانات

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۳۰, شنبه

اتریش هیواد د مهاجرو د شمیرې د زیاتیدو په باب اندیښمن دي، دغه هیواد وايي که چیرې د مهاجرو شمیر په همدا شان مخ په زیاتیدو وي نو دوي به حتې د جګړي اصلي مهاجر هم بیرته له پولو ردوي.

https://p.dw.com/p/1Jm9B
Slowenisch-österreichische Grenze Kinder Flüchtlinge
انځور: Reuters/L. Foeger

د آلمان خبري آژانس(دي. پي.اې) د اتریشي ورځپاڼې «دي پریسه» په حواله خبر ورکوي، چې دغې ورځپاڼې د خپلې شنبې ورځ په ګڼه کې په پراخه کچه د مهاجر د زیاتیدو د احتمال څخه خبرداری ورکړی دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي دي:« تر ټولو جالبه دا ده چې د (مهاجرت دغه کړکیچ) په ډیره آرامۍ سره پيل شوی او خپل وروستي ستونزمن حد ته رسیدلی، خو په اتریش کې یې غږونه اوچت کړل چې تر نیوکو لاندې ونیول شول».

په اروپا کې د مهاجرت کړکیچ سره، پر پولو کنترول بیا پيل شول، خلک رد شول او حتی سرحدي دیوالونه ودرول شول، خو لا هم د مهاجرت بهیر ته په قانوني سترګه کتل کیږي.

د مهاجرو د سيلونه

خو دوه موضوع ګاني شته چې هغو ته نه آلمان او نه هم اتریش تر اوسه سمه پاملرنه نه ده کړې او څرنګه چې لازمه ده په بحثونو کې یې نده مطرح کړې. لمړي دا: که چیرې ترکیه د مهاجرو د سیلونو مخه خلاصه کړي نو څه به پيښیږي؟ آیا د ۲۰۱۵ کال مهاجرت به بیا تکرار شي؟

ښايي دغه کار په ډیرې سختۍ سره پیښ شي، ځکه د رای وروکونکو یو مطلق اکثریت د دا شان وضعیت سره په مخالفت کې قرار لري.

دویمه موضوع دا ده چې اتریش په روان کال کې خپلو سرحدونو کې د مهاجرو تر یوې ټاکلې شمیرې پورې ژمنه کړې ده، که چیرې د مهاجرو شمیره له ټاکلي حد څخه اوړي نو آیا په هغه صورت کې به دغه هیواد د جګړي اصلي مهاجر هم ردوي؟

زيات فشارونه

د اتریش سیاست، دغې پوښتنې ته په روښانه توګه د « هو» ځواب ورکړی دی او ویلې یې دي چې خپل له دغه تصمیم څخه به د یو بیړني حالت پر اساس دفاع کوي.

په تیرو ورځو کې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر سباستیان کورتس، د دې غوښتونکی شو چې اتریش څخه دې ټول غیر قانوني مهاجر بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي او که اړوند هیوادونه یې منلو ته نه تیاریږي فشارونه دې ورباندې زیات کړل شي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر دغه راز غوښتي دي چې د بالکان لارې دې په دوامداره توګه د مهاجرو پر مخ بندې کړل شي تر څو اروپايي سرحدونه په امن کې راغلي وي.


پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.03.2016):