1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: افغانستان د فقر بېوزلۍ او جګړې په يوه شيطاني دايره کي شکېل دی

۱۳۸۹ فروردین ۱۱, چهارشنبه

د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو يو رپوټ وايي، چي دا ددې ښکارندوی دی،چي افغان حکومت دا کفايت نه درلودی، چي بنيادي حکومتي خدمات سرته ورسوي...

https://p.dw.com/p/Milo
په افغانستان کي په سلهاو زره وګړي په فقر سره شپې او ورځي تيروي
په افغانستان کي په سلهاو زره وګړي په فقر سره شپې او ورځي تيرويانځور: DW/Behrad

لکه څنګه چي په ژنیو کي د ملګرو ملتونو د ټولني په یوه رپوټ کي ويل سوي دي، سره له دې، چي د نړيوالي ټولني له خوا د 2002 میلادي کال څخه تر 2009 ميلادي کاله پوري افغانستان ته څه نا څه 35 ملیارده امریکايي ډالره ورکړل سوي خو بياهم ددغه هیواد دولس پرګني په فقر اوبېوزلی کي ژوندتيروي.

دغه خبر په ژنیو کي د ملګرو ملتونو د ټو لني د بشر د حقونو ددفتر له خوا خپور سوی او ددې کار ستر عامل دابلل سوی، چي د افغانستان حکومت دا کفایت نه درلود، چي بنيادي حکومتي خدمات هسي چي ښايي سرته ورسوي.

همدا دعامل و چي په دغه هیواد کي دبډي اخيستلو او اختلاس لمن په بيساري توګه پراختیا موندلې ده.

له بله پلوه په دغه رپوټ کي پر نړيوالي ټولني باندي هم نیوکي کیږي، چي دوی په افغانستان کي امنيتي او پوځي مسايلو ته زیاته پاملرنه کړې،خو د اوږدې مودې پرمختيايي پروژو ته سمه پاملرنه نده سوې.

د 2001 ميلادي کال داکتوبر د میاشتي په 7 نيټه د امريکاپه مشرۍ اتلافي ځواکونو په افغانستان کي پوځي عملیات پيل کړي دي.

داسوشيتد پرس د رپوټ له مخه په ژنیوکي د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو د عالي کمشنرۍ ویاندRupert Colville د سه شنبې په ورځ اخبار والاو ته څرګنده کړې ده، چي زيات شمېر افغانانو له دي امله سلاوي راپورته کړي دي، چی دوی غواړي په دې وسيله سره د جګړې او فقر دشيطاني دايرې څخه ځانونه را وباسي.

agenturen/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل