1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: حماس په ۲۰۱۴م کال کې جنګي جنایتونه کړي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۶, چهارشنبه

د بخښني نړیوال سازمان پر حماس ډلې تور لګولی دی چې په ۲۰۱۴م کال کې له اسرائیلو سره د جګړې پر مهال يې په لسونو تنه فلسطینیان وژلي او یا یې ظلم ور سره کړی دی. ویل شوي چې د دې جنایتونو په اړه د حماس کوم غړی نه دی نیول شوی.

https://p.dw.com/p/1FX6I
انځور: Reuters/S. Salem

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ پر حماس ډلي باندي د جنګي جنایتونو تور ولګاوه. په رپوټ کې راغلي دي چې دغي ډلې په ۲۰۱۴م کال کې له اسرائیلو سره د جګړې پر مهال فلسطینان وژلي، برمته کړ ‎ي او یا یې ربړولي، څو له هغوی سره «په اصطیلاح خپل پخوانی حساب» وکړي.

په لندن کې د بخښني نړیوال سازمان داسي يو رپوټ خپور کړی دی چې پکښې د فلسطینیانو پر ضد د «برمته کوولو، ربړونو او وژنو یو ظالمانه کمپاین» په اړه جزئیات راغلي دي. دې سازمان ادعا کړې ده چې په دې وخت کې حماس لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان وژلي او په لسونو تنه نور يې ربړولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګې مشر فیلیپ لوتر، ویلي دي: «دا ډیره دردونکې خبره ده، په داسې وخت کې چې اسرائیلي ځواکونو په غزې تراډه کې په لويه پيمانه مرګ ژوبله او ویجاړي رامنځ ته کوله، د حماس جنګیالیو هم له دې موقع څخه استفاده کړې ده او په ظالمانه توګه یې خپلي پخوانۍ دښمنۍ ترسره کړي دي. خلک یې په ډیره ناوړه توګه وژل او له بشري حقونو څخه يې لویې سرغړوني کړي دي.»

په تیر دوبي کې اسرائیلو پر غزې باندي په دې موخه يرغل وکړ، څو له دې سیمې څخه پر دوی باندي د توغندیو توغیدو لړۍ ختمه کړي. د دې جګړې په پایله کې چې ۵۰ ورځې یې دوام وکړ ۲۲۰۰ کسان ووژل شول چې ډېر يې ملکی فلسطینيان ول. د اسرائیلو له خوا بیا په دې جګړه کې ۷۳ عسکر ووژل شول.

د بخښنې نړیوال سازمان په دسمبر میاشت کې هم یو رپوت خپور کړی وو چې پکښې پر اسرائیلو باندي د جنګي جنایتونو تور لګول شوی وو.

«دردوونکي اعمال»

په دغه رپوټ کې د یو شمیر پیښو په اړه جزئیات خپاره شوي دي چې پکښې د اسرائیلو یو شمیر شکمن فلسطیني همکاران ربړول او یا هم وژل شوي دي. لوتر پر حماس تور لگولی دی چې «بې دفاع کسانو ته يې خپل واک» ښوولی دی چې په خبره يې ځینې بیلګې يې له جنایتونو سره شباهت لري.

«د حماس موجودي ادارې خپلو ځواکونو ته د ناوړه سرغړونو د ترسره کولو اجازه ورکړې وه. دغه اجازه د هغو کسانو په اړه هم ول چې له دوی سره بندیان ول. دغه لړزوونکي اعمال چې ځینې یې جنګي جنایتونو ته ورته دي، د غچ اخیستو او په غزې تراډي کې د ویري خپرولو په موخه ترسره شوي ول.»

پر حماس باندي همداراز د الفتح ډلي د غړو د ربړونې او پر هغوی باندې د برید کولو تورونه هم لګول شوي دي. لوتر ویلي دي: «په ۲۰۱۴م کال کې د فلسطینیانو پر وړاندې د ترسره شویو سرغړونو له کبله په حماس کې یو کس هم نه دی محاکمه شوی او له چا څخه پوښتنه نه ده شوې. دا موضوع د دې خبري څرګندویي کوي چې یا خو د دې جنایتونو امر شوی وو او یا خو هم د هغه د لوړو کسانو له خوا پر هغوی باندي سترګې پټې شوې وې.»

حماس تر اوسه پوري د دې راپور په اړه څه ويلي نه دي.