رپوټ : داروپايي ټولني د مهاجرينو پر سياست سخت انتقادونه
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۰, جمعهده ته د ستراس بورګ څخه په تيرو مياشتو کښي دا معلومه سوې ده ، چه د بشر د حقوقو او د ډيوالي توب دخطر سره د مخامخو بانکو او دولتو تر منځ يو ډير نژدې ارتباط موجود دی . دی وايي ،
« نور اروپايي هيوادونه ډيري پيسې په اختيار کښي نه لري ، ځکه چه دولتونو بايد د ورشکسته بانکو سره کومک کړی وای . اوس نو په اجتماعي ساحه کښي پيسې کمي دي ، چه دا بيا د مهاجرينو پر سياست ، او داروپا د روما پر اقليت باندي منفي اغيزه کوي .»
په اروپا کښي 10 تر 12 مليونه روما ژوند کوي ، او زيادتره يې په جنوب شرق کښي . په هنګري ، رومانيا او د بالقان په هيوادو کښي . د هغوی په سل هاوو زره کسان په تيرو کلو کښي غرب ته کډه او ورمهاجر سول . خو لکه څنګه چه هامار بِرګ وايي چه په عوض ددې چه دوی ته هلته د ژوندانه ښه شرايط برابر سي ، د عمومي مخالفت سره مخامخ کيږي . خصوصأ د بشر د حقوقو د لوی کميسار دپاره دا خبره د منلو وړنده ، چي د جرمني حکومت د کوزوو څخه راغلي روما په څلورو راتلونکو کلو کښي بيرته کوزوو ته شړي . دده دپاره دا يو ښه زيګنال ندی ، او وايي ،
«دلته خبره د لسو زرو څخه د زياتو انسانانو په باب ده . زه څو پلا په کوزوو کښي وه ، ما د هغه ځای شرايط ليدلي دي ، چي بايد دغه خلګ بيرته ورسي . زما دپاره دا کاملأ ښکاره خبره ده چي ، کوزوو به دغه انسانان په منظم ډول قبول نکړي . د اروپا ماړه هيوادونه ، لکه جرمني ، سويډن ، اطريش او سويس بايد د روما د سرنوشت سره زړه سوی ولري . »
هامار بِرګ وايي چه دی نه غواړي هغو مشکلاتو ته چه روما يې لري ، پټ کي ، لکه غلاوي او سازمان سوي جنايتونه . خو د هغه سره د مبارزې په جريان کښي بايد د هر جنايت کار سره جلا برخورد وسي ، او نه د يوه ولس سره .
د بشر د حقوقو عالي کميسار د مهاجرينو په ارتباط د اروپايي ټولني پر سياست باندي عمومي انتقاد کوي ، اووايي چه د اقتصادي بحران پر وخت پر مهاجرينو باندي هيڅ مهرباني او شفقت نه کيږي .
«په زياتيدونکي ډول سره انسانان خپلو هيوادو ته د شړلو په منظور محبسو ته لويږي . موږ خلګ يوازي په دې خاطر بنديانوو، چي غواړي دلته راسي ، ژوند او کار وکي . دا يو غير انساني عمل دی ، دا يو ښه سياست ندی . »
د اروپا د احصاييې او ارقامو ددفتر د معلوماتو پر اساس پروسږکال اروپاته 280000 انسانان را مهاجر سوي ، او پناهندګي يې ورکړې ده . او لږ تر لږه هر څلرم تن د پناهنده په حيث پيژندل سوی دی ، خو عملاً بيا يو ډير لږ تعداد کسانو ته د پناهندګۍ حقوق ورکول سوي دي .
د اطريش داخله وزيري همدااوس غوښتنه کړېده ، چه د پناهندګانو دپاره کمپونه جوړ سي ، په هالينډ کښي ددې خطر موجود دی چه د خارجيانو ضد ګوند انتخابات وګټي ، او فرانسه هر کال د خارجيانو د ايستلو يوه مشخصه اندازه ټاکلې ده ، خو د هامار بِرګ دپاره يو شی مشخص دی چي ،
«بيکاري او د هغه په نتيجه کښي رامنځته سوې بې اطميناني د خارجيانو سره ضديت ډير کړی دی ، او قربانيان يې هم روما او مهاجرين دي . زه ګمان کوم چي موږ بايد په دغه برخه کښي ډير محتاطانه عمل وکو، تر څو د بشر حقوق بيا هم مراعت کو ، او نبايد تندلارو قوتو ته تسليم سو ، چي همدااوس يې لا په اروپايي هيوادو کښي قوت مخ پر ډيريدو دی . »
مارتين/
کتونکي : محمد قاسم نوري