1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د افغانستان عمومي وضعيت نور هم خرابسوی

۱۳۹۰ مهر ۶, چهارشنبه

ملگري ملتونه د امنيت شورا ته په خپل رپوټ کي وايي، چي افغانستان په2011 کال کي نور هم نا امنه سوی، د ملکي وګړو د وژلو، ځانمرګي بريدونو او بې ځايه سوو خلکو په شميرکي زياتوالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/12ibu
د يوناما نښان
د يوناما نښانانځور: AP Graphics

د ملګرو ملتو د نوو خپاره سوو ارقامو له مخي د تيرکال په پرتله د افغانستان په شخړه کي د زور زياتيو شمير په سلو کي کابو 40 زيات سوی دی.

 

دغه نوي احصائيه، چي د چهار شنبې په ورځ خپره سوې، ښيي چي د روان ميلادي کال په  تيرو اتو مياشتو کي په منځنۍ توګه هر مياشت د زور زياتيو 2108 پيښي رامنځ ته سوي، په داسي حال کي چي د 2010 کال په همدې موده کي د هغه شمير د سلو نه تر 39 پوري رسيدی.

 

د ملګرو ملتو د رپوټ له مخي د دغو زور زياتي دوه پردريمه برخه د افغانستان په جنوب ولايتونو لکه کندهار، هلمند او نورو شا او خوا سيمو کي پيښي سوي دي.

 

د ملګرو ملتو دغه رپوټ، چي د هغه سازمان د امنيت شورا ته وړاندي سوی، يادونه کوي چي د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو د هڅو سره سره، چي غواړي د عامو خلکو ژوند خوندي وساتي، په تير دوبي کي د ملکي وګړو د وژلو شمير د تير کال د همدې مودې په پرتله په سلو کي پنځه زيات سوی دی.

 

په افغانستان کي د ملګرو ملتو نمايندګي ( يوناما) د جون له مياشتي څخه تر اګست پوري د 971 تنه ملکي وګړو د وژل کيدو پيښي ثبت کړي دي.

 

په رپوت کي راغلي دي، چي د وژني د درې پر څلورمي برخي لپاره ياغيان ګرم دي. په سلو کي 12 کسان د ناټو او متحده ايالاتو تر مشرۍ لاندي ځواکونو د حملو په نتيجه کي وژل سوي دي. په رپوټ کي نه دي ويل سوي، چي پاتې برخه د چا له خوا وژل سوي دي.

 

د افغانستان په پلازمېنه، کابل کي وروستي بريدونه او د لوړ پوړو سياسي کسانو قتل ددې ښکارندوی دي، چي لويديځ ځواکونه د طالب ياغيانو د حملو په مخنيوي کي پاتي راغلي دي.

 

د ځانمرګي بريدونو شمير په منځني توګه هر مياشت کابو ثابت پاتي دي، خو د کړکيچنو ځانمرګي بريدو شمير چي په 2011  کال کي کابو هرمياشت درې پيښ سوي دي، زيات سوي او د 2010 کال د همدې مودي په پرتله په سلو کي، په هغو کي په سلو کي 50 زياتوالی راغلی دی.

 

د «جګړو او نښتو د تشدد » له لحاظه رپوټ وايي چي، د زور پالونکو حملو زياتوالی تر ډيره ځايه د طالبانو له خوا د بمي او ځانمرګي بريدونو له امله دی.

 

هوايي بريدونه د حکومت پلوو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژني يو غټ عامل ګڼل سوی، خو د هغو ملکي وګړو د وژني شمير د تير کال په پرتله په سلو کي 84 ته لوړ سوي، چي د ځمکنيو نښتو او يا ځمکنيو جنګي ځواکونو له خوا وژل سوي دي.

 

د بغاوت ضد په عملياتو کي د ناټو ځواکونو لخوا د عامو خلکو وژل د هغه سازمان لپاره وخت په وخت ستري لانجې پيدا کړي.

 

د ملکي خلکو د مرګ ژوبلو په شمير کي د زياتوالي دغه رپوټ په داسي وخت کي خپريږي، چي د تير جولای د مياشتي را په دې خوا د متحده ايالاتو د سرتيرو د ايستلو لړۍ پيل سوې ده.

 

د جون په مياشت کي هم د ملګرو ملتو سازمان د ملکي وګړو د وژلو په شمېرکي د زياتوالي خبرداری ورکړی و او ويلي يې ول، چي تر نوموړي نيټي د تير کال په پرتله هغه په سلو کي 15 ته رسيدلي او2011 کال يي د هغوی لپاره تر بل هر وخت خونړی ګڼلی دی.

 

د ملګرو ملتو رپوټ دغه راز وايي چي د روان ميلادي کال د جنورۍ له مياشتي د جولای تر پايه څه ناڅه  130 زره خلک له خپلو ټاټوبو بې ځايه سوي دي. په دې برخه کي د تير کال په پرتله دوه پر درې زياتوالی راغلی دی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل