1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له یونان څخه به هره میاشت ۵۰۰ مهاجر آلمان ته راوستل کیږي»

۱۳۹۵ مهر ۲۹, پنجشنبه

آلمان غواړي د یونان او ایټالیا څخه د راتلونکي نومبر څخه هره میاشت ۵۰۰ مهاجرآلمان ته راولي. یو کال دمخه اروپايي ټولني پریکړه کړې وه چي له دغو هیوادونو څخه به مجموعأ ۱۶۰ زره مهاجر د دې ټولنې پر غړو هیوادونو وویشل شي.

https://p.dw.com/p/2RTBz
Griechenland Flüchtlinge auf der Insel Chios
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتي ۲۰مه نیټه) آلمانۍ ورځپاڼي «هنډلز بلت» ته ویلي دي چي «موږ له یونان او ایټالیا څخه تر ۵۰۰ څخه د زیاتو مهاجرو دوسیې او اسناد ترلاسه کړي دي او هغه به د جرمني د پناه غوښتونکو او مهاجرينو اداره وڅيړي.» هغه زیاتوي: «له همدې کبله په همدې نومبر میاشت کې امکان لري له یونان څخه لومړنی ډله مهاجر آلمان ته راورسیږي.»

د آلمان صدراعظمې انګيلا ميرکل د مهاجرینو پرسر تر یوې سرمشریزې ناستې څو اونۍ دمخه اعلان کړی وو چي هره میاشت به د یونان او ایټالیا څخه جرمني ته ۵۰۰ مستحق مهاجر راوستل کیږي.

په همدې خاطر د آلمان د پناه غوښتونکو او مهاجرينو اداره کوښښ کوي چي د یوناني او ایټالوي چارواکو وړاندیزونه وڅیړي او په شرایطو برابر کسان ورڅخه انتخاب کړي.

له ټولو ۱۶۰ زرو مهاجرو له ډلې څخه چي باید د اروپايي ټولنې پر نورو هیوادونو وویشل شي، آلمان د ۲۷ زره مهاجرو دمنلو ژمنه کړې، خو دې هیواد ته د ډیرو مهاجرو په راتگ او د فشار له امله دغه لړۍ تر ډیره حده پورې ځنډیدلې وه. په داسې حال کې چې اوسمهال آلمان ته د مهاجرینو په راتګ کې کموالی راغلی، د آلمان حکومت اوس غواړي له ایټالیا او یونان سره د مهاجرینو په هکله مرستې او ګډ کار وکړي.